افغانستانسولې اړوند خبرونه

د غني له لوري د تعرضي عملیانو اعلان؛ خلیلزاد یې په اړه له طالبانو سره غږېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، په دوحه کې یې له طالب استازو سره ګټور مجلسونه درلودل او د بندیانو د خلاصون، د جګړې د شدت د کموالي  او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې.

خلیلزاد په همدې اړه پر ټویټر لیکلي« له ملا برادر اخنداو د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره مې درې ګټور مجلسونه درلودل، موږ ټینګار وکړ، چې د طالبانو او امریکا په تړون کې د تروریزم په وړاندې مبارزه، بین الافغاني مذاکرات، د عسکرو ایستل، او د جکړې د شدت تدریجي کموالی چې یوه دایمي اوربند ته لاره هواره کړي، سره تړلي.»

نوموړي زیاته کړې، چې د حکومت او طالبانو له لوري د  بندیانو د خلاصون په ګډون ټول لوري د «توافقنامې» د برخو په عملي کولو کې مکلفیتونه لري.

د خلیلزاد له قوله، د نورو موضوعاتو تر څنګ د ورکو شویو امریکایانو د موضوع په اړه هم له طالبانو سره غږېدلی، په کندز، خوست او غزني کې یې د هغوي د بریدونو په اړه اندېښنه شریکه کړې او د غني له لوري یې د عملیاتو د اعلان په اړه د طالبانو په اندېښنو بحث کړی.

خلیلزاد داسې مهال د تعرضي عملیاتو په اړه د طالبانو له اندېښنو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې پر یوه روغتون او د جنازې پر مراسمو له بریدونو وروسته د کابل حکومت مشر اشرف غني د طالبانو په وړاندې تعرضي عملیات اعلان کړل.

که څه هم یاد بریدونه د داعش له لوري طرحه شوي ښکارېدل،  طالبانو پکې لاس لرل رد کړي و، او امریکا هم د داعش له لوري طرحه شوي بللي وو، خو اشرف غني له دې سره، سره د یادو بریدونو پړه پر طالبانو واچوله.

طالبانو د غني له لوري د عملیاتو اعلان ته په غبرګون کې یاده کړه، چې  له خپلو خلګو او سنګرونو د کلکې دفاع وړتیا لري، خو د جګړې د سختوالي پړه به بیا د «کابل ادارې» په غاړه وي.

طالبانو ددې تر څنګ ټینګار وکړ، چې غني د سولې پروسې د ځنډولو په پلمه په کابل او ننګرهار کې بریدونه طرحه کړل او د عملیاتو امر یې ورکړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Asma Shinwari

د نن ټکی اسیا قدرمنو لیکوالانو اسلام علیکم،یو نړۍ مننه چې دپښتو ژبې عمر او ښایست ته وده ورکوې!
دا کلونه وشول چې ستاسو لیکنې لولم،ستاسو لیکنې یو طرفه دې،او فکرې لحاظه مو اکثریت لیکنې څلویښت کاله مخکې ذهن رانیسې،خلکو فکر او وخت تغیر کړي،هیله ده د نن عصر 2020 کال نوې فکر او نوې رنګ د خلکو د فکرونو مطابق مقالې ولیکې چی خلک ېې لوستلو ته زړه ښه کړي.
په ‌‌‌‌‌‌ډیر درنښت اسماء شینواری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close