افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو سیاسي دفتر: له توافقنامې پرته نور میکانیزمونه د سولې پروسه کې خنډ جوړوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱غبرګولی، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د افغانستان د مسئلې حل د طالبانو او امریکا تر منځ په لاسلیک شوې توافقنامه کې نغښتی او له دې پرته نور میکانیزمونه مخې ته کول د سولې پروسې کې د خنډ جوړولو په معنی دي.

دغه څرګندونې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سره تر لیدنو وروسته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» پر خپل ټویټر لیکلې.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» او طالب استازو له زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره څو ناستې کړې «پدې غونډو کې د سولې د پروسې په چټک کولو تفصیلي خبرې وشوې. ملا برادر اخند وویل د افغانستان د مسئلې حل د توافقنامې په بشپړ تطبیق کې دی.»

نوموړي زیاته کړې «او د بندیانو خلاصون به د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته زمینه برابره کړي. د توافقنامې نه علاوه، نور میکانیزمونه د سولې په پروسه کې د خنډ جوړولو معنا لري، اوس یې هم دسولې پروسې ته زیان رسولی، نور ځنډ لا زیان رسولای شي.»

په ورته وخت کې «زلمی خلیلزاد» وایي، طالبانو ورسره د لیدنو په مهال له امریکا سره کړې توافقنامې ته ژمنتیا څرګنده کړې او د غني له لوري د تعرضي عملیاتو د اعلان له امله یې اندېښنه ښودلې.

د خلیلزاد له قوله، د طالبانو او امریکا په تړون کې د تروریزم په وړاندې مبارزه، بین الافغاني مذاکرات، د عسکرو وتل او د جګړې د شدت تدریجي کموالی سره تړلي موضوعات دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close