افغانستان

د افغان کارګرو د وژنې په تړاو یو لوړ پوړی ایرانی پلاوی کابل ته راځی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ غبرګولي، ۱۳۹۹ل): یو لوړ پوړی ایرانی پلاوی په یاد هېواد کې د افغان کډوالو د ډوبېدو قضیې د څيړنې له پاره افغانستان ته راځي.

دغه پلاوی چې مشري یې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو او حقوقي چارو معین محسن بهاروند کوي؛ له افغان لوري سره د پېښې په تړاو مذاکرات کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان او ایران سرحدي کمیسارانو د یوه هوکړه لیک پر بنسټ پرېکړه کړې وه چې د افغان کارګرانو د وژنې پېښه به بې پرې څيړي.

په ایران کې د افغانانو د وژنې پېښه چې حکومت او نړیوالو یې پر خلاف توند غبرګون ښودلی و، ایران یې د دوی پر خلاف له وړاندې پلان شوې دسیسه او د بدنامۍ هڅه بولي.

بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویل شوي چې: یاد پلاوی به ډیر ژر کابل ته د هر اړخیزو پلټنو په موخه ورسیږي؛ خو لا هم د یاد پلاوي د تګ کره نېټه نه ده په ډاګه شوې او نه هم معلومه ده چې پلاوی به له کومو افغان چارواکو سره وګوري.

د ویلو وړ ده چې په د افغان کډوالو د وژنې په تړاو تر اوسه د دواړو هېوادونو ګډو څېړنو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close