
شهید منصور رحمه الله، د قربانۍ په اوج کې
قاري عبدالستار سعید
په هره ټولنه او فرهنګي حوزه کې د انسانانو لپاره د شرف او لوړتیا ځانګړي معیارونه شتون لري، چې د هغو په اساس د افرادو تول کیږي او مقام یې تشخیص کیږي. په اسلامي ټولنه کې دغه معیارونه زموږ دیني معتقدات دي. په اسلامي قاموس کې یو مسلمان په دې ترازو وزن کیږي چې له خپل رب جل جلاله سره څومره مینه لري؟ د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د عشق او محبت ګراف یې څومره دی؟ د خپل دین اسلام د ساتنې او لوړتیا لپاره تر کومه حده قربانۍ ته حاضر دی؟ او بالاخره کله چې د ایثار صحنه راځي تر کومه حده خپل عشق ثابتولی شي.
له خپل محبوب او معتقد بها سره مینه او محبت هغه څه دی چې د عاشق اصلي توښه بلل کیږي. څومره چې دغه مینه زیاته وي، اورنۍ وي، هیجاني وي او خارق العاده وي همدومره د میني د لاروي په اصالت او کمال دلالت کوي.
د مینې د کمال بیلابیل مراتب د خلکو تر منځ شهرت لري. په عربي ادب کې د وامق او عذراء مینه، په هندي فرهنګ کې د هېر او رانجا محبت او په عام اسلامي ادب کې د مجنون او لیلا عشق هغه افسانې دي چې د پیړیو له تیریدو وروسته لا هم زموږ د شاعرانو پر ژبو دي. خو په دې عاشقانو کې یو هم داسې نشته چې د خپل معشوق لپاره یې ځان په اور لولپه کړی وي.
په عام عرف کې له ګل سره د بلبل مینه هم اورنۍ مینه بلل کیږي. ځکه بلبل د ګل دیدن ته د اغزو په څوکو ورځي او خپله سینه په هغو اغزو زخمي کوي چې الله تعالی د دې لطیف موجود( ګل) د حفاظت لپاره د هغه په شاوخوا راګرځولي وي.
اما یو بل درد شته چې تر زخمي کیدلو په مراتبو سخت دی او هغه د بدن په اور سوځیدل دي. په همدې اساس خو د عشق نهایي مرتبه هغه ټاکل شوې، کله چې عاشق د خپل محبوب لپاره ځان په اور وسوځوي. په همدې اساس خو شاعران پتنګ یا پروانه هغه عاشق بولي چې د عشق وروستنۍ مرحله یې طی کړې ده.
نه هر خامی ز پايان شب عاشق خبر دارد
كه فصل آخر اين قصّه را پروانه ميداند
پتنګ یا پروانه هغه یوازینی عاشق دی چې خپل معشوق ( شمعې) ته د رسیدلو لپاره ځان په اور سوځوي، خو له سوځیدو سره سره یې هیڅ فریاد هم نه پورته کیږي. په همدې اساس خو د پتنګ عشق تر بلبل ډیر اصیل او لوړ ګڼل کیږي. شاعر وایي:
ناليدن بلبل ز نوآموزی عشق است
هرگز نشنيديم ز پروانه صدايی
د فارسي ادب لوی شاعر شیخ سعدي هم بلبل ته نصیحت کړی چې عشق دې له پتنګه زده کړي.
ای مرغ سحر عشق ز پروانه بياموز
كان سوخته را جان شد و آواز نيامد
اين مدّعيان در طلبش بيخبرانند
كآنرا كه خبر شد خبری باز نيامد
خو تاسو به وایاست، چې انسان خو اشرف المخلوقات دی او دالله تعالی په ټول مخلوق کې برتر او مخکښ موجود دی، نو بیا څرنګه امکان لري چې د پتنګ په شان یو کوچنی مخلوق دې د عشق او مینې په شان په یوه عمده موضوع کې له انسانه سبقت وکړي؟ آیا پتنګ واقعا په یوازې سر د مینې تر ټولو دنګه څوکه فتحه کړې او په دې کارنامه کې یوازې دی؟؟
ځواب دا دی چې نه هیڅکله نه؟ که افسانوي عاشقانو لکه مجنون او وامق د پتنګ مقام ته ځان ونه رساوه، اما دالله تعالی د لارې داسې دلسوخته عاشقان شته چې د پتنګ غوندې یې د دین په مینه ځانونه لولپه کړل او په دې ډول یې د قربانۍ، ایثار او فداکارۍ تر ټولو دنګ مینار فتحه کړ.
د نړیوال صلیبي یرغل په وړاندې زموږ اتلس کلن جهاد یوازې د متقابلو اړخونو د نامتوازنو امکاناتو له امله بې سارې واقعه نه وه، بلکې په دې جهاد کې د (استشهاد) کارنامه د قربانۍ هغه نمونه وه چې تر دې لوړ د عشق او ایثار د کومې مرتبې تصور نه شي کیدلای.
په دې سربیره کله چې د جهادي صف زعیم او مشر همداسې قربانۍ ته امادګي ښيي، نو د اخلاص او فداکارۍ وروستنی حد ګڼل کیدای شي. لوی عالم او مدرس مولوي عبدالبصیر صاحب حکایت کوي چې یو وخت مې شهید امیر المؤمنین ملا اختر محمدمنصور صاحب ته د فدایانو عرائض او شکایات ورسول. شهیدمنصور صاحب راته وویل چې فدایانو ته ډاډ ورکړه چې که مې ستاسو په شان ځان په دین لولپه نه کړ نو بیا مې مه منئ.
هو کې، هغه رښتیا ویل: هغه واقعا ځان همداسې په دین لولپه کړ.
د اسلامي امارت د رهبري شوری غړی او د مشرتابه دفتر رئیس جناب متقي صاحب چې د شهید منصور صاحب جسد یې لیدلی و، راته وویل چې د شهید منصور صاحب بدن داسې سوځیدلی و چې د بدن پوستکی یې تور سکور ګرځیدلی و او پیژندل یې سخت و. کله مې چې د ده دا حالت ولید له ځان سره مې وویل چې تر دې نو زیاته قرباني نشته. که څوک غواړي واقعا د الله تعالی په لاره کې ځان قربان کړي هغه نو باید داسې قرباني ورکړي.
واقعا!
د اسلامي امارت زعیم شهید ملا اختر محمد منصور صاحب له خپل دین سره د مینې او ژمنتیا هغه ثبوت وړاندې کړ چې هیڅوک ترې انکار نه شي کولای. نوموړي داسې قربانۍ ورکړه چې تر هغه پورته قرباني متصوره نه ده.
نو شهید امیره!
درویاړو! او د قربانۍ اوج ته د رسیدو مبارکي درکوو.
رب دې سوځیدلی وجود وبښه!
آمین