افغانستان

رويټرز: امریکا له کابل حکومت سره یو میلیارد ډالر مرسته نده کمه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱غبرګولی، ۱۳۹۹ل): یوه امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا حکومت له کابل څخه هغه یو میلیارد ډالري مرسته نده کمه کړې، چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپيو» يې د کمېدو خبر ورکړی و.

رویټزر خبري اژانس په همدې تړاو خپاره کړي راپور کې د امریکا د دفاع وزارت او کانګرس د سرچینو له قوله لیکلي، چې په پنټاګون کې په دې اړه هیڅ بحث ندی شوی او نه هم د بهرنیو چارو وزیر له دفاع وزارت په دې اړه کومه غوښتنه کړې.

دغه یو میلیارد ډالري مرسته چې د عبدالله او غني تر منځ د جنجالونو په اوج کې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د کمېدو خبر ورکړی وو، داسې ښکاري، چې سیاسي جوړجاړي ته د نږدې کېدو لپاره د یو فشار په حیث کارول شوې وه.

راپور کې د امریکا د دفاع وزارت د یوې سرچینې له قوله راغلي، چې ددې هیواد دفاع وزیر «مارک ایسپر» له کابل حکومت سره د مرستې کمولو ته تمایل نلري، او نه یې هم په دې اړه کوم وړاندیز کړی.

په ورته وخت کې د کانګرس یوه غړي ویلي، چې نوموړي له کابل حکومت سره د امریکا د راتلونکې مرستې پلانونه کتلي، خو هلته یې د یو میلیارد ډالرو د کمېدو کوم مورد ندی تر سترګو شوی.

تر دې وړاندې داسې ویل کېدل، چې یاد شوي یو میلیارد ډالر به د کابل حکومت له امنیتي ځواکونو ګرځول کېږي او د بیا راګرځېدو په اړه یې هم کوم پلان نشته.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د دی خبیثو هیڅ خبره او قول د منلو ندی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close