ورزش

د پریمیئر لیګ په شپږ لوبغاړو کې د کرونا مثبتې پېښې موندل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د نړۍ تر ټولو ستر د انګلستان فوټبال لیګ «پریمیئر لیګ» اعلان کړی چې د ۷۴۸ لوبغاړو، تخنیکي کارکوونکو او روزونکو له جملې څخه یې په درې بېلا بېلو لوبډلو کې ۶ لوبغاړي له معاینو وروسته په کرونا ویروس اخته موندل شوي دي.

پریمیئر لیګ په یوه بیان کې ویلي، «هغه لوبغاړي او د تخنیکي کارکوونکو غړي چې پایلې یې مثبتې راغلي د ۷ ورځو لپاره به په انفرادي توګه قرنطین وي».

د پریمیئر لیګ چارواکي به د کلبونو او لوبغاړو په اړه مشخص معلومات وړاندې کوي او پایلې به یې د ازموینې له هر پړاو وروسته اعلانوي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د لوبډلو لوبغاړي او تخنیکي کارکوونکي د یکشنبې او دوشنبې ورځو تمرین ته له راستنېدو وړاندې معاینه شوي دي.

د تیرې دوشنبې په ورځ د پریميئر لیګ چارواکو لوبډلو ته اجازه ورکړه تر څو په انفرادي ډول لوبغاړي تمریناتو ته ستانه شي، له هغې وروسته به د شریک تمریناتو اجازه هم ورکړل شي.

د تیرې شنبې په ورځ د مۍ په ۱۶مه نېټه د جرمني فوټبال لیګ بونډسلیګا سیالۍ پېل شوې، دوی د مۍ په ۴مه د لوبغاړو معاینې ترسره کړې چې له ۱۷۰۰ کسانو څخه یې ۱۰ مثبتې قضیې ثبت کړې دي.

دغه لیګ کې د بندو دروازو ترشا یا د نندارچیانو په نه شتون سیالۍ پېل کیږي.

ددې سربېره د هسپانوي لیګ «لالیګا» لوبغاړو له تیرو دوه اونیو راهیسې لومړی انفرادي او بیا په مجموعي ډول تمرینات پېل کړي دي، د هسپانیا حکومت او د لالیګا چارواکي تمه لري یادې سیالۍ د جون میاشتې له ۱۲مې نیټې پېل کړي.

بل لوري ته ایټالیا کې هم د کرونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر کمېدو او حالات کابو کېدو ته نږدې دي، د یاد هېواد فوټبال لیګ «سیریا ای» هم لوبغاړو ته د انفرادي تمریناتو پېلولو اجازه ورکړې ده، ټاکل شوې چې سیالۍ به د جون له ۱۴مې نیټې پېل کړي خو ددې لپاره به لومړی حکومت اجازه ورکوي.

بل لوري ته د فرانسوي لیګ سیالۍ «لیګ ۱» د خپل لیګ سیالۍ پای ته رسولي دي، دوی د نیمار لوبډله پاریس سان جرمان چې په جدول کې یې لومړی مقام درلود د روان کال اتله لوبډله اعلان کړه.

دا لومړی وار دی چې په تېرو دوه میاشتو کې په لومړي وار د کرونا وبا له کبله تړل شوې ټولې فوټبال سیالۍ یو وار بیا پېلیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close