شعـــــرونه

چې بادونه يې ايرې وړي دا مې کور دی

ډاکټر احسان الله درمل
چې بادونه يې ايرې وړي دا مې کور دی
لګولی پرې ظالم د جګړې زور دی

د کاڼه جهان ضمير مې را ويښ نکړ
چې پيدا يمه قسمت مې شـور ماشور دی

د ډوډۍ پر ځای خدای موږ پکې پاخه کـړو
د جنت غوندې وطن مې سور تنور دی

رېبي هره ورځ زموږ د ژوند فصل
د ظالم لوَګري لاس کې د مرګ لور دی

غم او درد مو شپه او ورځ ټکوي ورونه
ته به وايې چې په موږ يې د پلار پور دی

په کمزورو ګرځوي چپه مېچنې
بس د کاڼو د خدايانو لاس کې زور دی

هغه شال چې په ګودر يې لګاوه اور
جنډه سوی د شهيد لالي پر ګور دی

د قابيل او هابيل جنګ دی نه زړيږي
اوس هم ورور غازي په وينه د خپل ورور دی

هغه ډېره چې دعوه د خپلواکۍ کړي
لکه تاک خپله د بل پر اوږو سپور دی

جادو ګرو د وخت څنګه کوډي وکړې
ډاروي مو، راته خپل پړی منګور دی

زموږ سپينې اوښکې څښي په لپو لپو
دا چې سپينې يې جامې دي زړه يې تور دی

بم زما پر خونه پرېووت سل يې مړه کـــړل
په حجره د ګاونډي کې ټنګ ټکور دی

مينې چېرته لاړې، کرکو لېوني کړو
زړه زموږ درپسې پړمخې نسکور دی

خدايه! ته پرې د خپل رحـم سيوری وکړه
د شملو او لوپټو وطن سرتور دی

دا کابل چې ورته ښکاري دارلکفر
اوس راستون له اصفهان او له لاهور دی

په پټکي يې غلط نـشﺉ پېژنم يې
پر پردو يې خرڅ ټکری د خپلې مور دی

کرمی شوې چې غم نه وي ته غم راوړې
نه در پاتې څوک خــواخوږی نه غمخور دی

د تاريخ فاتحه سر دې کړه را پورته
د شکست آواز دې تللی لور په لور دی

نړۍ لاړه د لوګي غوندې آسمان ته
تا ته تش مختوری پاته لکه سکور دی

نه دې حال شته او نه غم د مستقبل کړې
کلک دې سريښ پر زړه د خپلې ماضي انځور دی

درمـل ګډې وډې وايي وبخښه نو
تقاضا يې د ادب نه زده شبکور دی

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close