شعـــــرونه

سباوون/ عبدالباري جهاني

عبدالباري جهاني

زه په هر نن کې د پرون د مرګي نخښه وينم
ما ته خبرې د سبا او سباوون مه کوه

زه له آزادو الوتلو بې نصيبه سولم
ما وزرماتي تـه خبرې د ژوندون مه کوه

زما دروغژنو اسويليو ته چې و نه ژاړې
باور زما په فريادونو د شواخون مه کوه

ما د صياد له ويرې پرېښودل خپاره سيلونه
ما ته خبرې د ملګرو د بېلتـون مه کوه

د زړه په خوښه د قسمت و دام ته ولوېدمه
لاپې د مکر، د حیلې او د آفسون مه کوه

تازه د عقل د زندانه راوتلی یمه
راته کيسې د هوښيارۍ د افلاطون مه کوه

ما چې له زړه څخه آرزو د سبا وشړله
راته خواږه خواږه نکلونه د پرون مه کوه

ما په آغاز کې د انجام زړي ليدل ژړېدم
ما ته فرياد د زمانې د اوښتون مه کوه

چې د ازل ساقي پياله درته نسکوره کړله
بې ځایه تمه له کچکوله د ګردون مه کوه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close