روغتیا

ايا کرونا ويروس د مچانو له لارې له يو انسان څخه بل ته ليږديږي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان، دا خبرونه په کلکه ردوي چې ګويا د کورني مچانو له لارې دې کرونا ويروس له يو انسان څخه بل ته وليږدول شي.

په دې وروستيو کې ځينو راپورونو خبر ورکړی و چې کرونا ويروس د کورني مچانو له لارې له يو انسان څخه بل ته انتقالیږي، خو د روغتيا سازمان یې پر وړاندې خپل غبرګون وښود، او په ډاګه یې کړه چې داسې کوم شواهد تر اوسه نشته چې ګويا ددې لارې دې ياد ويروس د خلکو ترمنځ خپور شي.

ځینې داسې ناروغۍ لکه د ډينګي او داسې نورې د ماشو او مچانو له لارې چې لومړی په ناروغ او بیا په روغ کس کښیني بل ته انتقالیږي، په دې پلمه د کرونا ویروس په اړه هم خبرونه د رسنیو د سر ټکي ګرځېدلي وو.

خو د روغتيا نړيوال سازمان سيمه ییز دفتر د دوشنبې په ورځ په يوه روزنيز پروګرام کې زياته کړه، چې کرونا له يوه انسان څخه بل ته د هوايي څاڅکو يا ذرو له لارې چې د پرنجي، خبرو کولو، يا د سګریټ او نورو څکوونکو شيانو پر وخت په هوا کې خوريږي او بيا له دې لارې بل ته انتقاليږي.

ياد سازمان په خپلو څرګندونو کې زياته کړه، «يو کس د کرونا ناروغ سره د مخامخ کېدو په صورت کې لاس ورکړي، او تر پريمينځلو مخکې خپل لاس  پوزه، مخ او سترګو پورې وموښي نو له  دې لارې د  کرونا انتقالېدو امکان ډير دی».

ياد سازمان په خپلو سپارښتنو کې وويل: بايد هر يو کس د يو متر په اندازه د لري والي واټن په نظر کې وساتي، خپل لاسونه په مکرر ډول په صابون پريمينځي او د سنټايزر یا ضد عفوني استعمال زيات کړي، او خپل لاسونه د سترګو پوزې او خولې څخه لرې وساتي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close