شعـــــرونه

هدیرې/ سمسور

سمسور
تا به لیدلې یاره نه وي د ژوندو هدیره
راشه دروښایم د خپلو ارمانو هدیره

د ژوندانه شلیدلي تار ته یې چې مینه کته
اوس هغه مړه دي ډکه په هغو هدیره

څنګه یې هیر کړمه، ور نشمه ته ووایه
زما د غاټولو د نرګسو، ګلالیو هدیره

پوښتنه وشوه، چې د چا هدیره ده؟
ویل څه مې د خپلو، څه پردو هدیره

نورو ښارو کې سلو کلونو ته یوه هدیره
دلته په مړو ډکه، ایله د څو کلو هدیره

قبرو ته ګورمه نومونه هدیرو ته ټاکم
د ماشومانو، شازلمیو او سړو هدیره

دنیا چې ولې نه ختمیږي، پوهېږمه نه!
د پیغلوټو، لویو ښځو، جنکو هدیره

چا به د چا قتل څنګه کاوه څنګه سمسور؟
دا څه حالت دی ډکه په زړو هدیره

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close