نظــر

د ملا اختر محمد منصور څلورم تلین

جوادمل

له نن څخه څلور کاله وړاندي د لمريز کال په همدې جوزا میاشت کي د اسلامي امارت دوهم امير ملااختر محمد منصور د يو سفر پر مهال د امریکایي بې پيلوټه الوتکي لخوا په شهادت ورسېد.

شهید منصور ډېر غښتلی, مفکر, دانا, او ساده مزاجه شخصيت وو.

د لوی ملاصاحب په ژوندانه کي ورته مرحوم اميرالمؤمنين د نایب دنده ورکړې وه.

د لوی ملاصاحب په ژوندانه کي به يې د امارت اکثره چاري پر مخ وړلې.

لکه څنګه چي نړۍ ته معلومه ده چي لوی ملاصاحب مرحوم يو ولي الله شخصيت وو او د ده مبارک اکثره پېشګوياني اوس په ديده د خلګو مخ ته راغلي نو د منصور صاحب ټاکل يې هم بې څه نه وه د ده شهید ځيرکتيا او وړتيا ورته ښکاره وه.

منصور صاحب په خپل ژوندانه کښي ډيري د ننګ کارنامې لري.

يوه ستره کارنامه يې د لوی ملاصاحب مرحوم د فات خبر ځنډول وه چي که چيري دا خبر افشا شوی وای د امارت ټولو دښمنانو به ترې ډيري بدي استفادې کړي وای او کېدای سي د امارت د زوال سبب ګرځېدلی وای خو د الله په نصرت او د منصور صاحب د ستړياوو په برکت دا خبر تر ډېره پټ پاتي وه.

او بله ستره کارنامه يې د مجاهدینو په نظامي صفونو کي د قطعاتو جوړېدل او هغوی ته د لېزري وسلو زمينه سازي کول او د معسکراتو لړۍ چټکول وه.

منصور صاحب نه يوازي مجاهدین جنګ ته ښه تيار کړل بلکي د سولي او خبرو لپاره يې په قطر هيواد کي سياسي دفتر هم پرانيست

ځکه هغه ته مالومېدل چي امريکا به په نظامي ډګر کي انشالله ماته خوري او يو وخت به د خبرو مېز ته هم راځي.

د هغه له مالوماتو څخه يو چا ويل چي منصور صاحب د خپل امارت په پيل کي وويل چي امريکا به نور زموږ څخه په نظامي ډګر کي پر شا ځي ځکه افغانان د عقيدې پر بنياد جنګيږي او اسباب د عقيدې پر وړاندي هيڅ هم نه دي خو دوی به د يو بل تاکتیک له مخي راسره جګړه کوي چي هغه د دوی لخوا عقيدوي روزل شوي خلګ دي.

چي په دې کي يې اشاره وه داعش ډلي ته وه.

منصور صاحب نه يوازي نظامي او سياسي څېره وه بلکي د عام او ښه ژوند په درلودلو سره يې د خپل اولس په زړو کي خورا محبوبيت درلود.

که څه هم موږ پر دې ايمان لرو چي هرڅه د الله تعالی له جانبه دي خو دغه يوه خبره مي ډير زوروي هغه داچي وای کلکه چي د لوی ملاصاحب د وفات اعلان وسو اود علماوو او مشرانو شورا لخوا ده شهيد ته د امارت سپارښتنه وسوه نو وای ده شهيد ډېر ځله ورته وويل چي ماته امارت مه راکوئ امير يو بل څوک وټاکئ زه به خپل خدمات ښه پر مخ وړم خو وای علماوو او مشرانو دې ته مجبور کړ چي امير شي دا وو چي امریکا او د امارت دښمنان يې په شهادت پسې ډېر ځير شول.

روح يې ښاد او ياد يې تل ترتله ژوندی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x