ټولنیزه برخه

ځوانه! د روژې په وروستۍ لسيزه کي خو دا څو کارونه وکړه!

محمد نبي سلطاني

ګرانو ځوانانو!

که د روژې په مياشت او په خاصه توګه په وروستی لسېزه کي موږ خپل ايمان، اعمال، اخلاق، آداب، معاملات، تعلقات، دوستانه اړيکي او خپلوي د اسلام، قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو سره برابره کړو، نو نه يوازي دا چي د الله جل جلاله رضاء به مو تر لاسه کړې وي، بلکي د دې او هغه دنيا دواړو کاميابي به مو تر لاسه کړې وي، ځکه د روژې مياشت يوه داسي مياشت ده، چي ثوابونه او اجرونه پکښي تر لاسه کيږي، چي په بله هيڅ يوه مياشت کي داسي ګټي نسته.

دا مياشت د رحمت، بخښني او د اور څخه د ازادۍ مياشت ده.

دا مياشت د طاعت، عبادت او د الله جل جلاله د بندګۍ مياشت ده.

دا مياشت د خوشحالۍ، خوشبختۍ او سعادت مياشت ده.

دا مياشت د اور څخه د خلاصون، ازادۍ او مغفرت مياشت ده.

دا مياشت د شيطانانو د تړلو، د دوږخ د دروازو د تړلو او د جنت د دروازو د پرانستلو مياشت.

ګرانو ځوانانو!
دا مياشت په ډيره تيزۍ سره روانه ده، د الله جل جلاله د مهربانۍ او مغفرت ورځي تېرېږي؛ نو د دي لپاره هر ځوان مخکي تر دې چي پر ناوخته سي خپل ځان و ازمايي او هغه څه چي دى ئې په نه کولو مسئول ګڼل کېږي تر سره کړي او په دې سره د دواړو جهانونو ګټي لاس ته راوړي.

نو اوس سوال دادئ چي زموږ ځوانان څنګه کولاى سي چي د روژي په دا مبارکه مياشت او په خاصه توګه دا د بخښني په شپو او ورځو کي د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم رضاء ترلاسه کړي او خپل هغه مسئوليت، چي دى ئې پر غاړه لري د خپلي غاړي څخه واړوي او د ثوابونو په دي مياشت کې د هغو ثوابونو څخه ځان برخمن کړي کوم چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ئې وموږ ته يا دونه کړئ ده:

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: أَتَاكُمْ رَمَضَانُ شَهْرٌ مُبَارَكٌ فَرَضَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ عَلَيْكُمْ صِيَامَهُ , تُفْتَحُ فِيهِ أَبْوَابُ السَّمَاءِ , وَتُغْلَقُ فِيهِ أَبْوَابُ الْجَحِيمِ , وَتُغَلُّ فِيهِ مَرَدَةُ الشَّيَاطِينِ , لِلَّهِ فِيهِ لَيْلَةٌ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ. (رواه النسائي واحمد)
ژباړه: پر تاسي د رمضان مبارکه مياشت راغله چي الله تعالی د دغه مياشتي روژه پر تاسي فرض کړې ده، په دغه مياشت کي د جنت دروازې پرانيستل کيږي، د دوزخ دروازې بندېږي، په دې مياشت کي شيطانان تړل کيږي، په دې مياشت الله جل جلا له لره يوه غوره شپه ده، چي په دې شپه کي عبادت کول تر زرو مياشتو غوره دئ.

نو ګرانو ځوانانو!
د لاندي شيانو په نظر کي نيولو سره کولاى سو د روژې، تراويحو، د قران د تلاوت او د عباداتو څخه زياته ګټه تر لاسه کړو او د روژې د شپو او ورځو څخه د تقوا قوت او وړتيا تر لاسه کوو، نو که مو دغه څو ټکو ته پاملرنه وکړه، بيا به مو ځان د روژې له ګټو څخه برخمن کړئ وي او د دوږخ د اور څخه به مو خلاصون موندلی وي:

١_ نيت او اراده، چي روژه د قران مياشت ده؛ نو په دې هكله بايد ځانګړې پاملرنه وكړو، د قرانكريم تلاوت او تدبر ته حريص اوسو او هره ورځ د قران کريم تلاوت وکړو.

٢_ روژه د الله رحمت وګڼو او په راتلو ئې خوښي ښکاره کړو.

٣_ د الله تعالی د فرمان د ماتولو څخه ځان وژغورو.

٤_ نېکي چاري ولټوو.

٥_ قيام الليل( د شپې لمونځ او تراويح اداکوو).

٦_ د الله ذکر وکړو او د هغه څخه دعا مغفرت وغواړو.

٧_ د قدر د شپې عبادات او اعتکاف وکړو.

٨_ د الله جل جلاله په لاره کي مال او شتمني ولګوو.

٩_ د انسانانو سره مرسته وکړو او د هغوئ خدمت.

١٠ _ د قران کریم سره ځانګړې علاقه او نه شلېدونکي اړيکي وساتو.

١٢_ په دې مبارکه مياشت کي و دوستانو ملګرو او قريبانو ته بخښنه وکوو.

١٣_ د غوسې به حالاتو کي په صبر او عبادت سره د خدای مرسته وغواړو.

۱۴ – د خپلو کړنو يادښت راسره وساتو او له ځان سره فکر پر وکړو، کوم څه چي غلط وي د هغو له کولو ډډه وکړو.

۱۵_ د روژې مياشت د ځان لپاره د ګناهونو څخه د پاكوالي فرصت او تربيتي دور وګڼو.

۱۶_ شيطان ته په ډاګه د جګړې اعلان وکړو.

۱۷_ له هر ډول ګناهونو او بديو سره د الله په خاطر مخه ښه وکړو.

۱۸ – د الله تعالی شکر اداکوو چي تر یو بلي روژې پوري ئې ژوند رانصیب کړ.

۱۹ – په اخلاص او ښه نيت سره د دغه لسو شپو د روژې او د عبادت کولو هوډ وکړو.

۲۰- د زړه له تله د خپلو ټولو ګناهونو څخه توبه وکاږو او دا هوډ وکړو، چي بيا به په هيڅ وخت کي دا کار نه کوم.

۲۱ – ټول لمونځونه په جماعت سره ادا کوو.

۲۲ – هره ورځ لږ تر لږه د قرآن کريم د يوې سپارې تلاوت وکړو.

۲۳- د خپل نفس د تزکيې لپاره د ډيرو نفلونو کوښښ وکړو او د الله جل جلاله ذکر هر وخت په ژبه جاري وساتو.

۲۴ – د قرآن کريم په درسونو او ديني حلقو کي برخه واخلو.

۲۵- د نيکو ملګرو په مجلسو کي کښېنو او د بدو ملګرو د مجلس څخه ډډه وکړو.

۲۶- د خپل وس او توان په اندازه له غریبو او بېوزلو کسانو سره همکاري او مرسته وکړو.

۲۷_ د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم کتاب مطالعه کړو.

۲۸_ د الله تعالى سره د ليدني له پاره ځان تيار کړو.

۲۹_ د بدو او ښکنځلو څخه بايد ځان وساتې.

۳۰_ روژه باطلو ته ډال وګرځوو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close