شعـــــرونه

دالله رضا/ مولوي محمد يونس خالص

مولوي محمد يونس خالص

که مې سر د دين په لاره کې فدا شي!
که مې کور او کورنۍ په کې تباه شي!

که مې زوی او که مې لور رانه جلا شي
که کلا مې لوټې لوټې او تالا شي!

که مې مال د ظالمانو په رښتيا شي
که مې ژوند مړينه د دوی په مدعا شي!

که مې پښو کې زولني تاوبالا شي
که لاسونه هتکړو کې مې خوسا شي !

او که مونږ سره نصرت د پاک مولا شي
که عزت مو شي نصيب بخت مو بالا شي !

که دښمن مو په توبو توبو لګيا شي
او بې پته بې عزته يو ځل بيا شي !

نبي خيله خپل مرام پريښودی نشم
هغه دا چې يو الله له مونږ رضا شي

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close