روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې ثبت کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د روغتیا نړیوال سازمان په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کرونا وبا تر ټولو زیاتې ۱۰۶زره پېښې ثبت کړي دي. د کرونا ویروس له پېله تر ننه دا په یوه ورځ کې تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې دي.

د یاد سازمان مشر تیدروس ادانوم ګیبریسوس وایي، « د کرونا ویروس په اړه لا هم زمونږ تر مخ اوږده لار پرته ده». هغه د کرونا ویروس مثبتو پېښو په اړه اندېښنه ښودلې، په ځانګړي ډول په ټيټ او متوسط عاید لرونکو هېوادونو کې.

دا خبرداری په داسې وخت کې راځي چې یو شمېر شتمن او پرمختللي هېوادونه د کرونا له کبله په بېلا بېلو بندیزونو کې اسانتیاوې رامنځته کړي، له سختو حالاتو څخه راوتلي او په تدریج سره یې اقتصادي حرکت پېل کړی دی.

د روغتیا سازمان مشر په جینیوا کې د یوه خبري کنفرانس له مخې وویل، «مونږ لا هم د یادې ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې ډير کار ته اړتیا لرو».

مایک راین چې د روغتیا نړیوال سازمان بیړني بورډ رییس دی وایي، په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ۵ ملیونو ته رسېدل د مثبتو پېښو په اړه یو مهم ټکی دی.

باید وویل شي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان ته په یوه لیږلي پیغام کې د تل لپاره ددغه هېواد د تمویل اخیستنې خبرداری ورکړی و، هغه دغه راز د کرونا خپریدو سره د چلند په څرنګوالي هم په یاد سازمان نیوکې کړې وې.

اوسمهال په نړۍ کې د کرونا وبا ټولې ۵ ملیونه او ۱۴زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې له کبله یې ۳۲۸زره کسان مړه شوي دي. امریکا د مثبتو قضیو او زیاتې مړینې په لیست کې په لومړي نمبر ده.

دغه هېواد کې له یو نیم ملیون زیاتې پېښې او نږدې ۹۴زره کسان مړه شوي دي، روسیه کې له ۳۰۰زرو زیاتې او برازیل کې مثبتې پېښې نږدې ۳۰۰زرو ته رسیږي، په داسې حال کې چې په ترتیب سره د مړینې شمېر یې ۳۰۰۰ او ۱۹زره دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close