افغانستان

حامد کرزي د کندوز هوايي برید وغندلو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامدي کرزي د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا د یو کلنیک بمباورل بشري جنایت بللی او یاده پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده.

په هغه اعلامیه کې چې د حامد کرزي له دفتره خپر ه شوې، نوموړي د ولس د ځان او مال ساتنې لومړی درجه مسئولیت په حکومت اچولی او له همدې کبله یې په حکومت غږ کړی چې له خپلو نظامي عملیاتو لاس واخلي او افغانستان کې ورانوونکې جګړه پای ته ورسوي.

حامد کرزي ددې ترڅنګ د جګړې په دواړو لوریو د روانې جګړې بندلو غږ کړی او په ټینګه یې ورڅخه غوښتنه کړې چې د خبرو اترو او تفاهم له لارې په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د اعلامیې په پای کې ښاغلي کرزي د کندوز د هوايي برید له قربانیانو سره د غمرازۍ ښکاره کولو ترڅنګ هغوی ته استدعا کړې ده:«پخوانی جمهور رئیس د لوی خدای (ج) له درباره د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوي.»

باید وویل شي چې دوه ورځې وړاندې افغان او بهرنیو ځواکونو د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې په کرونا وبا د اخته ناروغانو د درملنې پر یو کلنیک هوايي برید کې ګڼ شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې وه، چې د طالبانو او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د هېواد ګڼ شمېر سیاسي مشرانو دغه پېښه وغندله او بشري جنایت یې وبللو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د CIA نوکر غلام کرزی چی هر څه وایی د خپل مالک(امریکا) خبره هرومرو پکښی ځایوی ، که امریکا او غلامان یی ټوله هیواد ټوک ټوک کړی او ډیر نور وژل هم وکړی دا نامی غلام به حتما طالبان هم یادوی .
چی اوسی په خوی به د هغو سی او عاقبت ګرګزاده بود .

احمدشاه

مداري کرزي که په ريښتيا دغه غير انسانی عمل غندي نو همدغه نن دی ارګ پريږدی او طالبانو کرام ته دتسليم شي
کنی په دغو بابولالو نور افغانان نه تيروځې

الحاج استاذ بیانزی

د کرزی دا غندنه چه [ د کندوز به یوه کلینک د غلامانو او بادارانو له خوا بمبارد شوی د هغه کلینک ډاکترانو، ناروغانو او نورو ته یی په زیاته پیمانه مرګ ژوبله اړولی ] د مننی او ستاینی وړ ده ، تر هغی چه ژوندی وی د توبی دروازی خلاصی دی ګوندی الله ج یی د شو کړنو په ترسره کولو چه د تیرو فجایعو جبران وکړی شی یعنی استشهادیانو سره ملګری او استشهادی بریدو کی ونډه ولری . مګر همدا کرزی د نړیوال کفر د ډول سورنی سره په ګډا او نڅا راوستل شو ۱۳ کاله یی د… نور لوستل »

ستانه گل

دکرزی وقت کی هم یو زلی دکندوز شفاخانه او بی سرحده داکتران بمبار شول چی دیر تلفات یی لروده کرزی خو غلامی دامریکا کوی معاش له ایرانه اخلی بوی یی افغانستان نیولی

پتنګ

دې مداري جنایتکار ته کلکه جزا په کارده ، داهغه غلام خرزی دی چې د طالبانو ددفتر د خلاصېدو مخالفت یې کاوو ! دا غلام د فاحشې خواص لري خو پهشا او خوا کې یې جنګي جنایتکاران را تاو شوي دي !

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close