نظــر

کندهار او چاپه (اوله برخه)

مولوي عبدالحلیم مخدوم

«المؤمن غر كريم، والفاجر خب لئيم» .

د روژې مبارکه میاشت وه په کوم ځای کې چې زه اوسېدلم یو ګاونډی مې و چې زما ځای ته به ډیرتلی او راتلی، حتی ما د ده دسهولت لپاره په خپل سرای کې د تګ او راتګ لار وکړې وه، موټر به یې هم زما په سرای کې دروی، ځان یې راته پخوانی طالب او د حاجي ملا عبیدالله آخند مرحوم انډيوال معرفي کړی و، حتی د طالبانو په ملګرتیا کې یې د خپل ټپي کېدو لا راته وویل، تر څو زما باور او اعتماد جلب او خپل هدف تر لاسه کړي، ماهم لله الحمد د خپل توان برابر مرسته وسره کوله، حتی اوبه او برق یې زما له سرایه څخه وو، یو ماښام ما روژه بل ځای ماته کړه، پس له روژه ماتي خپل سرای ته راغلم، کله مې چې دسرای در وازه خلاصه کړه که ګورم چې دا ګاونډی مې له یو بل ناولده کس سره زما په سرای کې څراغ ته ناست دي، زه د دې په ځای چې خپل اطاق ته پورته شم له دوی سره مې روغبړ او ستړې مشې وکړه او ورسره کښیناستلم، ګاونډي مې له ستړې مشې وروسته سمدستي هغه ناوله کس داسې راته معرفي کړ “داهم زمونږ او ستسې د صف انډيوال دی” زه خدای شته لږ ورباندې شکي شوم یو وار مې غوښتل چې وضاحت ځنې وغواړم چې دکوم صف ؟! بیا تر تېر شوم او ګاونډي ته مې صرف دومره وویل “صحیح ده” لږ شېبه ورسره کښېناستلم ناولده سړي د څراغ په رڼا کې بار بار او په ځیر ځير راته کتل څنګه چې برق نه و، نو نه یم خبر چې څراغ به له ده سره زما په تشخیص کې مرسته کړې وي او که نه؟!

روژه مبارکه او اختر تېر شول:

یوه شپه زما له ګرفتاري مخکې یې په هغه کسانو چاپه ووهله چې زما سره د څو ورځو لپاره ګرځېدل او معمولا ً به هره شپه سره یو ځای وو خو په دغه شپه زه ورسره نه وم، سهار خبر شوم چې ملګري ګرفتار شوي دي، ورځ تېره شوه دشپې مې میلمانه درلودل تر ډېره ورسره کښېناستلم د خوب وخت کې مې اراده وکړه چې ولاړ شم ارغنداب ته ځکه هلته ټلفونونو کار نه کوی، خو دلارې امنیتي ستونزې او زما لټي ددې باعث شول چې دلته ټلفن بند کړم او له ملګرو بیل په زېرخانه کې بیده شم، دشپې دوه بجې وې چې ټلفن مې چالان شو! ټلفن مې بند کړ، د باندې ووتلم بنګنه (کشفي) طیاره ګرځېدله، یو وار مې زړه غوښتل چې خپل دکاریګرانو اطاق ته ورشم بیا مې وېل که کشف وې نو هلته هم نه شې خلاصېدلای نو هغو خوارانو ته ولې تکلیف جوړوې؟!

بېرته راغلم زېرخانې ته که ګورم ټلفن بیا چالان دی! له دې وارې مې بټرۍ ځنې وایستله او ورته بیده شوم، درې بجې وې چې درځ شو او له درځ سره سم نارې سوې چې راوځه څنګه مې چې سترګې رڼې کړې که ګورم په کړکین یې ګروپان برابر کړي او راته ولاړ دي په زوره زوره نارې وهي” لاسونه په سر ونیسه راوځه”
ما ورته کړل”صبر وکړئ کالي واغوندم در وځم” دوی بیا نارې کړې ماورته کړل “چې کالي وانه غوندم نه در وځم” زما هدف دا و چې هم کالي واغونځم او هم ټلفن پټ کړم(څو دانې دطالبانو فلمونه پکښې و) چې لله الحمد هم مې کالي واغوستل او هم مې ټلفن تر قالینې لاندې پټ کړ، بوټونه مې هم په پښو کړل او ور وتلم له وتلو سره سم یې تورې عینکې را په سترګو کړې، لاسونه یې شاته راوتړل او دیوال ته ودرولم، په جېبو کې یې تالاشي راوکړه صرف یوه جېبي بکسه راسره وه چې لږ روپۍ او څو دانې سیم کارتونه پکښې و، راته کړل یې “ټلفن دې چېرې دی” ما ورته وویل” نشته راسره هغه مې دڅنګ په پي سي او کې چارج ته ایښی دی” مګر د زېرخانې په تالاشي کې یې پيدا کړی و، چې دا نو د دوی په آند دوی ته غټ ثبوت او لاسته راوړنه وه چې ته ولې له ملګرو جلا په زېرخانې کې بیدېدې؟! او ولې دې ټلفن پټ کړی و؟!

د یادلو وړ یې بولم چې ووایم داسې تالاشي یې کړې وه حتی هغه یو فلش او څه امانت تومان چې راسره وو او زما څخه ورک وو هغه یې هم پيدا کړي وو! چې دانو بیا زما لپاره په تحقیق کې لوی سرخوږی سو، آمریکايي محققین دومره احمقان وو چې ایراني ریال یې په عربي ریالو تېر کړي وو! پورته مې نور ملګري وو هغه یې هم راښکته کړل او زما دواړه بغلو ته یې ودرول، د درملتون دروازه یې ماته کړه د ډاکتر کامپیټر مې ولیدی چې را اخیستی یې و، دګاونډي سراچې موټر پوښتنه یې وکړه ما ورته وویل چې دا مې د همسایه دی خپل په کور کې ځای نه لري نو دلته یې دروي ورغلل همسایه یې له کوره راوباسی او زمونږ په لیکه او قطار کې یې ودروی پوښتنه یې ځنې وکړه چې موټر ستا دی؟

هغه ورته کړل “هو” ورته وېویل کیلي یې راکړه ګاونډي مې ورته وویل کلي یې نشته راسره دوی نارې کړې هلئ هیندارې یې ور ماتې کړئ! همسایه مې ور غږ کړل “هیندارې یې مه ماتوئ کیلي یې زما له ورور سره ده، هغه ستاسو سره دی او اوس په دې چاپه کې درسره راغلی دی، دغه یې د ټلفن شمېره ده زنګ ورته ووهئ”…

نوربیا….

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close