نظــر

کندهار او چاپه (دوهمه برخه)

مولوي عبدالحليم مخدوم

کله یې چې ټول سره یو ځای دېوال ته ودرولو، څنګه چې برق نه و نو د سرای انګړ یې په برقي قلمانو رڼا کړی و، د نوم، پلار نوم او ولایت له پوښتنو وروسته یې د یوه یوه سترګې را خلاصولې او جاسوس ته چې مول یې وهلی و ورښکاره کولو، بیایې سترګې راتړلې بېرته یې دیوال ته درولو، چې دا هرڅه یې په ډېره بیړه، تلوار او وام ترسره او په منډه منډه یې موټر ته پورته کړم، موټر په ډېر سرعت سره لږ وخت پس دلوی ملا صیب مرحوم سرای ته داخل شو دلته نو دوی له وامه خلاص شول، له ټوپکانو یې مرمۍ واېستلې!

زه یې یوې غټې کوټې ته دننه کړم او سترګې یې راخلاصې کړې، په دې غټه کوټه کې یو غټ سور ږېره ور امریکايي و چې زما څخه یې تحقیق پيل کړ، نور امریکایان هم له ترجمان سره موجود وو، مګر هغه ټوله لکه د دې غټ سور ږیره ور سرکوزي عسکر داسې په احترام ورته ولاړ وو، له تالاشي ورسته یې هغه لومړنۍ پوښتنې بیا رانه وکړې، دپوښتونو په وخت کې به یې بار بار راته وېل ماته ګوره بل خوا ونه ګورې مګر ما د ده ددې خبرې هیڅ پروا نه کوله بلکې کله یوې خوا کله بلې، او کله به مې هم د کوټې چت ته کتل تر څو مې دی په دې پوه کړی وي چې زه دې نه دنارو په قیصه کې یم، او نه هم ستا د بغارو تر تاثیر لاندې راځم، په دې وخت نو یوه اینجلۍ چې غالبا ترجمانه به وه دې غټې کوټې ته راغله او په دروازه کې ودرېدله ما ورته وکتل ده بیا لویه بغاره وکړه چې مه ورته ګوره، ما ورته کړل ورته ګورم، دی ژر راغی او دسر له وېښتانو یې ونیولم څو ټکانه یې راکړل او راته کړل یې نه درته وایم مه ورته ګوره؟!

ما ورته کړل، زه نه درته وایم چې ورته ګورم؟! سترګې خو تړلی نه شم، که ډېر وایې نو سترګې مې راوتړئ داسې خو ورته ګورم، دلته نو کندهاري ترجمان مداخله وکړه راته کړل یې ملا صیب مه ورته ګوره دا ډېر بد سړی دی، ما ورته کړل ترجمان صیب سترګې تړلی نه شم دا دې ووځي که نه وي نو تحقیق یې پر دغه ځای پاتې، اینجلۍ چې زما دا جدي حالت ولیدی ووتله، اوس نو دا سور زیره ور له غوصې راته خوټېدی، خلګ ډېر ولاړ وو کامرې هم چالانه وې نو ځکه یې نور فیزیکي چلند راسره ونه کړ، دلته نو زه د فرصت په انتظار وم چې څنګه هغه د امارت اسلامي د وخت توره لونګوټه والا تذکیره چې د پرتاګه په جېب کې مې وه وغورځوم، ځکه د امریکایانو حماقت ته په کتو سره پوهېدم چې دا تذکېره د ام ارت اسلامي له نامه او له دې تورې لونګوټې سره په تحقیق کې سرخوږی راته جوړوي، چې بیا داسې هم وشول!!

ترجمان ته مې کړل تشناب ته ځم امریکايي راته کړل ته ډېر بد سړی یې تشناب ته نه شې تللای، ما ورته کړل نو یواځې به سره ګورو بله خبره مې ولاکه درسره کړې ده، سړی یو ګړی په سوچ کې ولاړی بیا یې راته کړل در روان سه، خپله یې له لاسه ونیولم او یو بې دروازې تشناب ته یې بوتلم دی خپله په دروازه کې راته ولاړ و او راکتل یې، راته کړل یې ژر کوه، ما ورته وویل ته لرې شه ده راته کړل نه لرې کېږم ما ورته وویل ولې؟! ده راته ویل ځکه چې ته ډېر بد سړی یې، لنډه یې دا چې دا هڅه مې ناکامه شوه چې تذکیره په تشناب کې واچوم…

نور بیا….

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close