نظــر

طالبان؛ او په افغانستان کې د امریکا بچوڼې مافیا!

استاد محمد زمان مزمل

د نېکه مرغه د افغانستان خلک په دین او وطن مئین خلک دي او هغوی ددغه مینې ښې تاریخي بیلګې هم لري، ولې د بده مرغه چې زموږ هېواد په وروستۍ یوه پیړۍ کې تقریبا ددې اشغالګرانو کوربه شو د پرنګیانو، شورویانو او اوس د امریکایانو، پرنګیانو او بلا نورو بدلو پرنګیانو چې پدې سلسله کې آن د اماراتو عسکر هم په باګرام کې یوه پوسته لري.

د پرنګیانو د اشغال په دوران کې د جهاد او ملي مبارزو مخکښان پخپلو درو کې اوسیدل سوچه او د ملت په دِیرو کې پاتې شوي وو هغوی د پرنګیانو پلویان او کوربانه پخپل سوچه دریځ کې د لاټیانو په عنوان په ملت کې هسې تجرید کړل چې د پرنګیانو په تګ چا د پرنګي خبره هم په خوله نشوای اخستی.

د شوروي په اشغال کې چې بیاهم د پرنګیانو د اشغال د پړاو په شان بلکې تر هغه هم زیات ملت د شورويانو او د هغوی د پلویانو پر ضد غوڅ ودرید بیاهم خدای په دې ملت رحم وکړ شورویان له افغانستان نامراده ولاړل، ولې د شورویانو وروسته جهادي ځینې تنظیمونو د ارګ او د جهاد د فتحو خبره د یوه تنظیم د جاګیر په حساب د جنګ وسیله کړه او په درې کالو کې یې خپل ګټلی نوم او عزت بایلود او د ملت له متن نه خدای طالبان د هغوی د مجازات کولو په خاطر را وټوکول.

ولې متاسفانه چې د همدې جهاد په متن کې او د امریکا د راتګ وروسته ډیر افغاني معاملګر مجاهدین د امریکا په نوازش په یوه ګنده مافیا بدل شول چې تر امریکا یې خطر هیڅ کم نه دی او اوس چې امریکا ځي ملت بیاهم د امریکا ددغه خطرناک بچوڼي مافیا له ګواښ سره مخامخ ده.

طالبان په زٰړه نرخ په امارت او له اسلام نه د یو کلیوال فهم په محدوده کې د افغانستان راتلونکي ته ګوري پداسې حال کې چې د افغانستان سیاست او سیاسي ژوند ته چې دغې ګنده مافیا کوم کَور ورکړی او د کابل پر سر یې چې کوم کنګل غوړولی د هغې ماتول به طالب ته تر امریکا سخت تمام شي.

زه باور لرم په تېرو یوولسو کالو کې دغې ګنده مافیا له طالب سره هم پدې خاطر پټه همکاري کړې چې له ګذار یې په امن کې پاتې شي او همداسې وه هم شول.

زموږ خلک په تېرو دیرشو کالو کې آن دغې اشغالګرې امریکا هومره ونه کړول لکه د امریکا د بچوڼي مافیا نه چې دې ملت صدمې لیدلي.

د ثور د کودتاه په دوران کې زموږ په زرهاو عزیز قومي مشران د سرمایه دار او فیوډال په عنوان زنداني او ژوندي ښخ شول پداسې حال کې چې ډیرو یې یوه وسیله هم نه درلوده او خپلې مهمانخانې یې هم نشوای چلولی، اوسنۍ مافیا داسې نوي فیوډالان رامنځته کړل چې د غرب فیوډالان یې څوک په زیري کې هم نه اخلي

په تېرو دوو انتخاباتو کې خلکو ولیدل چې مافیا راوړي فیوډالانو ته مفت صندوقونه ډکیدل د هماغه خلقي نظام زٰړو کارکنانو ورته ډکول او خلکو له ناچاره ګوتې رنګولې، بیاهم چې ځینې انتخاباتو ته انتخابات وایې دا نو د ملت په سترګو کې د ایرو شیندل دي خو که یو دوه ځلې نور انتخابات وشول خلک ړانده وبوله.

دلته چې طالب په سیاسي واژو او د هغوی په بدلولو هیڅ شئ لاسته نشي راوړی طالبان باید ددې ملک پیچلی حالت او پیچلي مسائل په داخل کې د ملي سوچ خاوندانو سره چې کیدای شي ډیری یې په نظامي او ملکي ادارو کې مصروف هم وي طالبان له هغوی سره د نوي تفاهم لاره خلاصه کړي او له امریکا وروسته ددې بې رحمه مافیا کنګل پر کابل مات کړي او دا په سیاسي تدبیر ماتیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

محترم استاده!
الله ج دې په دنېا او آخرت ونازوه. امېن
زمکنئ حقائق دې بېان کړئ دې. همدا حقائق دې
الله ج
دې ده مئومېنانو مل سی. په دې هېله چې ده ازادئ اتلان به همېشه په قېمتئ مشورو ونازوئ.

الحاج استاذ بیانزی

مزمل صاحب ، مننه
دا ځل مو لیکنه تر ډیری کچی د تایید او ستاینی وړ ده مګر ځینو جملاتو ته اړه به خپل نظر درسره شریک کړم :
لمړی : تاسی لیکلی :
[ د امریکا د راتګ وروسته ډیر افغاني معاملګر مجاهدین د امریکا په نوازش په یوه ګنده مافیا بدل شول …]
حزب اسلامی ګلبدین یا د ارغندیوال حزب اسلامی هم د دغه ( ګنده مافیه ) یوه برخه جوړوی ( که یی برخه وی ) نو تاسی د حزب اسلامی ګلبدین خان د شوری غړیتوب ومنلو دا معنی چه تاسی هم د دغه مافیه برخه یا د امریکا بچونی شوی او که وایاست چه [[ برخه یی نه ده ]] توپیر یی د سیاف، ربانی او نورو سره څه دی ؟ چه هغوی مافیه او دوی مافیه نه دی؟ په دی اړه د توضیح او ستاسی د دریز په ډاګه کول اړین دی. که نه بوس کی د بیولو هڅی به لری بخښنه کوی .
دوهم: تاسی لیکلی :
[[ طالبان په زٰړه نرخ په امارت او له اسلام نه د یو کلیوال فهم په محدوده کې د افغانستان راتلونکي ته ګوري ]]
مونږ فکر کولو چه تاسی یو مکتبی او مبارز مجاهد یاست ، د روس په ضد جهاد کی مو فعاله ونډه لرله که مجاهدین په مافیه نه وی بدل شوی د طالبانو د اسلامی حکومت په شان چه ( امارت اسلامی ) نوم یی ورته خوښ کړی وو ) تاسی به اسلامی حکومت ته څه نوم خوښولو ؟ او که سکولریستی ( جموری حکومت ) به مو جوړولو چه د امریکا په مرسته مو جوړ کړی ګلبدین ، سیاف، ربانی او نور پکی بیلونران شول او حکومتی مهم کسان دی .
د همدغه پورته جملی په دوهم بند کی مو [[ د کلیوال فهم ]] یادونه کړی یعنی ستاسی په نظر د طالبانو اسلامی امارت یو کلیوالی فهم ( رواجی اسلام ) وو ، کولای شی چه د طالبانو دغه کلیوالی فهم په اړه عقلی او نقلی دلایل ولیکی او بدیل یی ( عصری اسلام ) په اړه که څه ولیکی .
دروند ورور مزمل صاحب ،
طالبانو د اسلامی امارت ( اسلامی حکومت یا نظام الهی ) پلی کولو د پاره بی شمیره مالی او جانی خسارات او تلفات متقبل شول ، رهنبران یی په شهادت ورسیدل او رسیږی او مافیه وی مجاهدین د اشغلګرو سره د الهی نظام په ضد سنګر ( دموکراسی ) کی قرار لری طالب مجاهدینو ته کافر او کافرو ته مجاهدین وایی او فرمایی چه مجاهدین د خلکو د عبرت د پاره باید د شار په دروازو کی وځړول شی ، د هغوی اسلامی حکومت خو همدغه سکولریستی حکومت دی چه بیلونران شوی .
دریم : تاسی لیکلی :
[[ ملک پیچلی حالت او پیچلي مسائل په داخل کې د ملي سوچ خاوندانو سره چې کیدای شي ډیری یې په نظامي او ملکي ادارو کې مصروف هم وي طالبان له هغوی سره د نوي تفاهم لاره خلاصه کړي ]]
د ملی سوچ خاوندان چه نظامی کی لوړپوړی چارواکی دی څوک دی لمړی د الهی نظام د باره د ملی سوچ لرونکی یعنی ملی ایدیالوژی باندی سنبال ( نشنلتسان او کمونستان ) د ملی سوج ( ملی ایدیالوژی ) دعوی لری . د الهی نظام د پاره باید د الهی نظام پیاده کولو دریز عملی بڼه کی د ریز ولری لکه طالب مجاهدینو چه دی شلو کلو کی هیوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه کړو .
هغه چه نظامی اړخ کی کار کوی طبیعی ده چه امریکا ورته معاش ورکوی هر که را ناد داد فرمان داد هغه د اشغال د غلامانو برخه ده ښه مسلمانان چه د اشغال خلاف وی باید د حکومت به لوړو جوکیو کی یی کار نه وی اخستی او که هغوی د امریکا په خوښه نه وی یعنی د هغوی د ګټو د پاره ( د مظلوم اولس استثمارول ) مناسب نه وی لوړ پوستونه یی نه ورکول حتی کرزی او غنی تر ټولو زیاتی دعوی لری چه ملی سوچ لرونکی دی او داسی نور .
که طالبان د ملی سوچ لرونکو سره کوم ډول خبرو کولو هیله او قصد ولری زه به یی مخو ته لاړی تف کړم مننه

انجینر بختور منګل

مجاهد صاحب،
چه طالیب ملی سوچ لرونکی سره خبره ونه کړی نو یی له چا سره وکړی؟
۱-ایا د لندن شاروال سره یی وکړی؟چه سوسیال اضافه کړه؟
طالیب افغان دی ،افغان څخه دفاع کوی،افغان ملی سوچ لرونکیو سره به خبره کوی،
پاتی شوه ستا د لاړی تف کول،
هره ورځ،هره تبصره کی ته افغان ولس مخ ته د لندن د دجال مرکز څخه لاړی تف کوی.
زموږ په مخونو توپک ګولی هم تاثیر نه کوی ،سوسیال د خوره پرده دکوه،

غمی،پښتین

محترم مزمل اسلام علیکم ،
الله ج د په قلم په عمر په هر څه کی برکت واچوه،په زړه پوری لیکنه .په رښتیا هم
کله چه مجاهدین کامیاب شول،ګلم جم مشر رشید دوستم ته یی د خالید بن ولید لقب او ستر جنرالی ورکړه،
اوس چه کله طالیبان قدرت ونیسی همدا د امریکا مافیه امریکایی بچوڼی ته به مارشالی او ورسره د مشهور اصحابی لقب هم ورکړی،
په اور کی فقط ولس لمبه کیږی،د دولت امریکایی مافیه بچوڼی او د طالیبانو اوس او هم په راتلونکی کی هر څه ګرنټی او په ښه توګه بیمه دی،
نتیجه،طالیب،دولت،داعش ولس ته په یوه سترګه ګوری،ولس ته یی هم کوم فرق نشته

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close