افغانستان

طالبان: زمونږ مشران روغ او جوړ دي، مغرضې کړۍ د تشویش خپرولو هڅې کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲غبرګولى، ۱۳۹۹ل): وسله والو طالبانو هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې ددوی یو شمېر مشران په کرونا وبا اخته شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په تیره شپه په یو ټویټر کې څرګنده کړه، چې د خلیفه سراج په ګډون ددوی ټول مشران له ښې روغتیا څخه برخمن دي او هیڅ داسې کومه ناروغي نه لري.

تردې وړاندې ځینو رسنیو د نامعلومو سرچینو په حواله په کرونا وبا د طالبانو د مرستیال مشر سراج الدین حقاني، مولوي نورالدین ترابي، ملا فاضل، ملا صمد ثاني، حمیدالله اخندزاده، ملا امیر خان متقي، ملا ناصر، پیرآغا او یو شمېر نورو قومندانانو د اخته کېدو ادعا کړې وه؛ خو طالبان دغه ادعا په کلکه ردوي او د «مغرضو» کړیو لخوا یې د تشویش اچولو هڅه بولي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه خپل ټویټر پاڼه باندې داسې لیکلي دي: «په ځینو رسنیو کې د اسلامي امارت د مرستیال محترم خلیفه صاحب سراج الدین حقاني په ګډون د ځینو مشرانو په اړه ناسم راپورونه خپاره شوي چې خدای مکړه کرونا ناروغۍ نیولي. دا راپور حقیقت نلري. هغوی الحمدلله روغ او جوړ دي. یاد راپور د کومې مغرضې کړۍ لخوا د تشویش اچونې هڅه ده.»

دا لومړی ځل نه دی چې د طالب مشرانو د شخصي ژوند او روغتیا په هکله رسنۍ د نا معلومو سرچینو په حواله راپورونه خپروي، چې وروسته بیا درواغ خیژي، بلکې تردې وړاندې هم څو ځله رسنیو د خپلو نامعلومو سرچینو په حواله د طالب مشرانو د ژوند او مرګ او آن د شخصي مسائلو په هکله شکمن راپورونه خپاره کړي وو، چې وروسته بیا د طالبانو لخوا رد او بې اساسه وبلل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بالاخره به ناجوړه شی تر څو به جوړ وی؟ څه له آسمانه خو یی قواله نده راوړې خو بهتره به دا وی چی هم خپله ژوند وکړی او پریږدی چی نور هم ژوند وکړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close