نظــر

هیل؛ او د ډبل بګيلې امریکا تأثر!

استاد محمد زمان مزمل

پدې ورځو کې یوې امریکایي نشریې هیل د امریکا په جنګي سیاستو او د سولې په اړه په وروستي دریځونو باندې تبصره کړیده او ویلي دي چې امریکا په افغانستان کې د یو ماډرن او دیموکراتیک حکومت په جوړولو کې او بیا د طالب سره په جګړه کې ناکامه شوه
پدې لړ کې د استدلال او تفسیر تر څنګ نوموړې هیل وایې چې څنګه امریکا د افغانستان په جنګ کې ناکامه شوه هغه داسې پخپله وروستۍ سوله کې چې په تړون یې میاشتې تیریږي ناکامه ښکاري.

موږ دلته د نشریي د مضمون تفصیل او نور استدلال پر ځای پریږدو او راګرځو دیته چې د بګیلې امریکا ماتې په افغانستان کې ډبل شوې لکه په جنګ کې چې ناکامه ښکاري، داسې ښکاري چې د سولې په راوستو کې هم ناکامه شي.

که په جنګ کې د امریکا ناکامي داسې توجیه او تفسیر شي چې دا د طالبانو او بیا د افغانستان د خلکو هاغه چریکي جنګ او بیا د طالب له چارې وتي فدایې حملو ناکامه کړه، په سوله کې خو لا طالب د تړون پر متن او موادو ټینګار کوي نو په سوله کې خو امریکا طالب نده ناکامه کړې.

د همدې ځایه پنټاګون او سپینې ماڼې ته په کار دي چې د افغانستان د ناسور ټوله پړه پر امریکا پرینږدي چې راپریوځي خپل تېر اتلس کلن جنګ له سره سروې او د چیړ لاندې ونیسي، وګوري چې غلطۍ چیرته وې.

څومره چې زه د شوروي د دوران یوه افغاني لیکوال په توګه پوهیږم نو هغه دا ده چې تر امریکا مخکې د ناکام شوروي او اوس د ناکامې امریکا اتیا په سلو کې د ناکامۍ لامل په هغو افغاني جهتونو کې ده چې اول ګروپ خلق وپرچم یې د شورویانو په همکارۍ کاریکاتوري حکومت جوړ کړ او دویم یې اتلس کاله مخکې یو هماغسې کاریکاتوري حکومت لمن ټینګه نیولې او د امریکا مَلا یې په اشغالګره حمایه او بلا مصارفو لیندۍ کړه.

همداسې نن د سولې بهیر ته وروګرځو نو د سولې د ناکامۍ په پړه کې که هر څومره د انصاف کار واخلو او یو قسمت یې د طالب په کلیوال سوچ وروغورځوو بیاهم د ناکامیدونکي سولې اتیا سلنه پړه پر هماغو افغاني جهت راځي چې له پیله د همدې امریکا په ګروت کې تر کابل او ارګ لکه د ببرګ په شان راغلل او پاتې دي.

بیاهم د افغانانو او بهرنیانو یوه ډبل ناکامي!

که په رښتیا د شوروي تیرې ماتې ته ور وګرځو او ببا تر نن پورې د شوروي د ماتونکو مجاهدینو لوغړن کردار تر نظر تېر کړو که څه هم تریخ حقیقت دی خو دا واقیعت دی چې مجاهدینو هم پخپله فتحه کې ناکام شول او ددې معنا دا ده چې په افغانستان کې شوروي او مخالفین یې دواړه د ځمکې او تسلط په چانس کې پاتې راغلل
نن هم خدای مکړه … خدای مکړه … او بیاهم خدای مکړه چې د امریکا او د هغه د ملګرو افغانانو ترڅنګ طالبان هم د مجاهدینو پر سیاست تکرار ور روان نشي او ددې عزیز ملت لپاره یوه بله تاریخي هغه سرکوزي رامنځته نشي چې امریکا او د زاړه شوروي میراث خوره روسیه پکې جشن ونیسي که څه هم طالبان د مجاهدینو په نسبت یو لاس او متحد دي ولې بیاهم راتلونکی افغانستان له طالب، طالبي فیصله او طالبي نظام نه غواړي له فاتح طالب نه یوه ملي فیصله چې ټول جهتونه پکې شامل وي او یوه پتمنه سوله غواړي.

کوم تحولات چې د افغانستان د وروستیو او بیا د امریکا سره د تړون وروسته وینو چې دولت علی الاقل طالب بندیان د کورونا په پلمه هم خلاص نکړل او مقابل طالب یې د امریکا په تړون کابل تر ستونې نیولی او په هغه کمو خلاصو بندیانو یې ګذاره ونکړه او د بندیانو کړکیچ یې د مذاکراتو لپاره پخپله مانع کړ دا ټول سیاستونه که په ظاهر په ارګ او قطر کې نیول کیږي ددې عزیز ملت له ناورین او ددې ملت سره د خواخوږۍ نه یو بېګانه سیاست دی قطر او ارګ ته د یو ملي سیاست لاره انتخابول پکار دي دوی پخپلو چنو باندې د ملت په ستونې چاړه ایښې او هره ورځ بلا کورونه میراتوي د پرونۍ دوه ساعته امنې ماشومې بمبارد او زخم ددوی وجدان باید راویښ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x