نظــر

د بين الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه

استاد عبيدالله دقيق

د امريکا او طالبانو د توافق له لاسليک سره سم په افغانستان کې سرتاسري سولې ته د رسيدلو لپاره هيلې را پيدا شوې. داسې انګېرل کېده چې له تړون سره سمې به د بنديانو له ازادولو وروسته بين الافغاني خبرې پيل شي. نور به نو ان شاءالله له افغانستان څخه د تل لپاره د جګړې ټغر ټول شي. سوله به را شي او افغانان به د يو هوسا او آرام ژوند څښتانان شي. خو له بده مرغه چې تر اوسه پورې نه يوازې دا چې د بنديانو ازادېدل بشپړ شول، چې بین الافغاني مذاکرات يي پیل کولای شوای، بلکې په دې لاره کې نور خنډونه هم را منځته شول چې په دې ليکنه کې په تفصيل سره را سپړل شوي دي. د دې ليکنې هدف دا دی چې د سولې په مخ کې پراته خنډونه او د هغوی لاملونه په ګوته شي.

الف ) د بنديانو د خلاصون پر سر اختلاف
کله چې د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې توافقنامه د فبرورۍ مياشتې په ۲۹ مه د کب/ حوت په ۱۰ مه نېټه د قطر هېواد په پلازمينه ( دوحه ) کې د افغان سولې په برخه کې د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له خوا لاسليک شوه، په هېواد د ننه او له هېواد څخه بهر يې تود هرکلی وشو. همدارنګه دا توافقنامه يوه تاريخي هوکړه وبلل شوه. په ياده هوکړه کې د بين الافغاني خبرو د پيل تر مخه بايد تر پنځه زره (۵۰۰۰) پورې د طالبانو او تر زرو (۱۰۰۰) پورې د حکومت بندیان تر ۲۰/حوت/۱۳۹۸هـ ش – ۱۰/مارچ/۲۰۲۰م، چې د بین الافغاني مذاکراتو لومړۍ ورځ ګڼل کيدله، بايد خوشي شوی وای. [۱] خو د امريکا او طالبانو تر منځ په لاسليک شوې هوکړه کې افغان حکومت ته برخه نه وه ورکول شوې. ځکه افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هوکړه ليک له ځينو برخو سره، په ځانګړې ډول د طالب بنديانو له خوشې کولو سره، ښکاره مخالفت څرګند کړ. د امریکا حکومت او طالبانو تر منځ د توافقنامي له لاسلیک څو شيبې وروسته په کابل کې بله ګډه اعلامیه هم امضا او د رسنيو لخوا له خلکو سره شریک شوه. دا ګډه اعلامیه د امریکا د دفاع وزارت وزیر، مارک ایسپر او افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د پخواني اجرايه ریس عبدالله عبدالله او یو شمير لوړ رتبه چارواکو په مخ کې لاسلیک شوه. خو له همدې پرمختګونو يوه ورځ وروسته ولسمشر اشرف غني خپل دريځ څرګند کړ. هغه وويل چې د افغانستان له زندانونو څخه د پنځه زره طالب جنګياليو خوشي کول، چې د امريکا او طالبانو تر منځ په توافقنامه کې ذکر شوي دي، د امريکا صلاحيت نه دی. غني همدارنګه و ويل چې افغان حکومت په دې برخه کې کوم تعهد نه دی کړی.

د دوحې د تړون پر خلاف څو ورځې وروسته افغان حکومت د ۱۵ سوه طالب بندیانو مشروطه آزادي ومنله. همدارنګه يي د نورو بندیانو خلاصون په بین الافغاني مذاکراتو کې په پرمختګ پورې وتړل. په ورته وخت کې طالبانو د بندیانو پر آزادۍ هر ډول شرط اېښودل د هوکړه لیک سره په ټکر کې وګڼل او دا وړاندیز یې رد کړ.

سره له دې د حکومت او طالبانو د بنديانو د تبادلې تخنيکي ډلو د مارچ په ۲۵ مه د سور صلیب، امریکايي او قطر استازو په شتون کې د بندیانو د تبادلې په اړه ګډ وېډويي کنفرانس کې خبرې وکړې. طالبانو د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ په ۳۱ مه کابل ته يو درې کسيز پلاوی وليږه. خو د بنديانو د تبادلې په اړه د نه پرمختګ له کبله طالبانو خپل پلاوی د اپريل په ۷مه نېټه بېرته ور وغوښت.

بل لور ته افغان حکومت د خبرو اترو د پيل له پاره له طالبانو څخه پرته له کوم قید او شرطه د اوربند غوښتنه پیل کړه. طالبانو د افغان حکومت دا شرط و نه مانه او ويې ويل چې د حکومتي ځواکونو پر وړاندې د بريدونو درول د دوحې په تړون کې نه شته. د طالبانو استدلال دا دی چې په دې اړه پريکړه بايد په بين الافغاني خبرو کې وشي. ځکه خو طالبانو د حکومتي ځواکونو پر وړاندې خپلې جګړې ته ادامه ور کړي.

افغان حکومت د دوحې تړون پر وړاندې د مکلفيت نه لرلو په استدلال، او له امريکا سره د ګډي لاسلیک شوي اعلاميې پر خلاف، له تړون سره سم د بنديانو تبادله پيل نه کړه. طالبانو په تړون کې د حکومتي ځواکونو پر وړاندې د بريدونو درولو د نه شتون په پلمه د حکومت د اوربند غوښتنه و نه منله. له دې سره د تاوتریخوالي کچه، هغسي چې د موافقتنامې له لاسلیک يوه اونۍ مخکي کمه وه پاتي نه شوه. راپورونه او افغان حکومتي چارواکي ادعاکوي چې طالبانو د هېواد په مختلفو ولایتونو کې پر حکومتي نظامي مرکزونو بریدونه تر سره کړي دي. بهرنیو ځواکونو هم د افغان حکومت څخه د ملاتړ په پار متقابلې حملې وکړې او په پایله کې دواړو لورو یو بل د لاسلیک شوي تړون پر نقض تورن کړل.

د تاوتريخوالي د کچې له نه کمېدلو او د طالبانو او امريکايانو او طالبانو او افغان حکومت تر مينځ د تورونو له تبادلې سره، سره له کابل څخه د طالبانو د درې نفري تخينکي پلاوي له تلو وروسته لومړی حکومت او بيا طالبانو د بنديانو خوشې کول له کوم تړون پرته پيل کړل. د راپورونو او ښکیلو غاړو د ادعا له مخی، تر اوسه (مۍ۱۹) پورې د طالبانو له لورې ۲۷۶ تنه حکومتي او د افغان حکومت له لوري ۱۰۰۰ زر تنه طالب بندیان خوشې شوي. مګر په دې برخې کې د همغږۍ د نه شتون له کبله دواړو لورو او په ځانګړي ډول حکومت ادعا وکړه چې له سپارل شويو لستونو سره سم بنديان نه دي خوشي شوي. وروستۍ ادعا هم د افغان حکومت د ملي امنيت د شورا لخوا ده چې وايي طالبانو يوازې ۱۰۵ تنه حکومتي بنديان خوشې کړې دي. د امنيت شورا همدارنګه ويلي دي چې تر څو طالبانو ۲۰۰ امنيتې سرتېري نه وي خوشې کړي، افغان حکومت به هم نور بنديان خوشې نه کوي.

ب ) د ټاکنو شخړه ييزې پايلې
وروسته له هغه چې د ټاکنو پايلې اعلان شوې، د اشرف غني او عبدالله تر منځ سياسي اختلافونه مخ په ډېرېدو شول. په پايله کې يي له افغان سولې څخه د سياسيونو پام خپلمينځي سياسي کړکېچ ته واوښت. د دغو اختلافونو د له منځه وړلو او د يو ټولشموله افغان حکومت د را منځته کولو په موخه د امريکا د بهرينو چارو وزير کابل ته راغی. خو هغه په خپلو هلو ځلو کې بريالی نه شو تر څو د غني او عبدالله تر مينځ اختلاف حل کړي.

په ورته وخت کې له اوږده ځنډ او همدارنګه له سياسي اختلافونو سره، سره حکومت دومره وتوانېد چې د سولې له پاره مرکچي پلاوی وټاکي. که څه هم د نړیوالو لخوا دا ګام يو نیک اقدام وګڼل شو، خو طالبانو له یاد لست سره مخالفت څرګند کړ او ادعا يې وکړه چې ګواکې دا لست ټولشموله نه دی او ټول سياسي اړخونه يي په لست کې نه دي شامل کړي.

سره له دې چې اوس له څو مياشتو ځنډ وروسته محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د خپلمينځي اختلافونو د له مينځه وړلو په موخه د جوړجاړي تړون لاسليک کړی، په دې اړه څه ويل به له وخته مخکې وي چې حکومت به په يوه واحد دريځ دغه بهير ته ننوځي او که د ګټو د ټکر له کبله له داخلي ستونزو سره مخ شي.‌

ج) د تاوتريخوالي د کچې لوړوالی
د امريکايانو او طالبانو تر مينځ د دوحې تړون له لاسليک وروسته هيله وه چې د فبروري مياشتي د وروستۍ اوونۍ د اورکم حالت به دوام وکړي. خو داسې و نه شول او د حکومت او طالبانو تر مينځ پر یو او بل لوري بریدونو دوام وموند. له دې کبله د خبرو اترو له پاره نسبي مساعده فضا په خرابېدو شوه. همدارنګه حکومت او طالبان د نږدې کېدو پر ځای د يوه بل پر وړاندې ودرېدل. د تاوتريخوالي له ډېرېدو سره سم امريکا، اروپايي ټولنې، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او يو شمېر نورو هېوادونو له افغان حکومت څخه د خپل منځې اختلافونو د حل او د سولې لپاره د کار غږ وکړ او له طالبانو يې هم د برېدونو د کمولو او اوربند پرله پسې غوښتنې وکړې. که څه هم افغان سياسيونو له څو مياشتو ځنډ وروسته د جوړجاړي په موخه تړون وکړ، د طالبانو له خوا د اوربند/اورکم غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

دا حالت هغه وخت نور هم پیچلی شو چې د مۍ میاشتي په ۱۲مه نېټه په کابل کې پر يوه زېږنتون د وسلوالو لخوا بريد تر سره شو او په ننګرهار ولایت کې د جنازې پر مراسمو چاودنه وشوه. که څه هم طالبانو ياد بريدونه وغندل او لاس لرل يې پکې رد کړل، خو حکومت يې پړه پر طالبانو واچوله. له دې پيښو څخه يوه ورځ مخکې په لغمان ولايت کې طالبانو د افغان امنيتې ځواکونو، پر هغه پوسته بريد تر سره کړ چې تازه په هغه سيمه کې د جوړیدلو په حال کې وه. د همدي وروستيو برېدونو په غبرګون کې ولسمشر اشرف غني افغان امنيتي ځواکوانو ته امر وکړ چې له فعال دفاعي حالت څخه تهاجمې حالت ته را ووزي.د محمد اشرف غني له دغه اعلان څخه وروسته طالبانو د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د امنيتي ځواکونو پر يوه مرکز موټربم بريد وکړ. په دې سره جګړه له څو مياشتني کموالي څخه وروسته له کليو څخه بېرته ښارونو خوا ته په خپرېدو شوه.

پايله:
د بنديانو د ازادولو په برخه کې د حکومت لخوا اقدام نه کول، د تېر کال د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو پر سر د جنجال له کبله د يوه واکمن حکومت مينځ ته نه راتګ او همدارنګه په هيواد کې د تاوتريخوالي د کچې لوړېدل د بين الافغاني خبرو پر وړاندې ستر خنډونه بلل کيږي.

که چېرې حکومت د بندیانو د خلاصون په اړه او حکومت او طالبان دواړه د تاوتريخوالي د کمولو په اړه پر خپلو دريځونو بياکتنه و نه کړي،‌ د سولې په برخه کې به پرمختګ خورا ستونزمن وي.

له دغه فُرصت څخه د ګټې اخیستنې او د بين الافغاني خبرو د پيلونې له پاره په کار ده چې حکومت او طالبان دواړه د بنديانو د تبادلې لړۍ بې له ځنډه او په همغږې توګه پيل کړي،‌ حکومت او طالبان د هيواد د څښتنولۍ په احساس د خبرو اترو له پاره د مناسب چاپيريال د رامينځ ته کولو په موخه په خپلو نظامي تګلارو او پاروونکو ادبياتو کې مثبت او مخلصانه بدلون راوړي، امريکا د جګړې د يوه مهم لوبغاړي په توګه د جګړې د خاتمې په موخه د دوحې تړون د پلي کولو له پاره په جدي او مخلصانه ډول لاس په کار شي، او افغان ولس پر امريکا، حکومت او طالبانو هیواد ته د سولې د راوستلو په پار فشار راوړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close