سعودي عرب ته دیمنیانو ننوتل دتیرومیاشتو په پرتله زیاته شوی ده

saudia_soldiers_arrestنن ټکي اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۳) ریاض: دسعودي عرب اویمن پرپوله باندي سعودي عسکرو په روانه میاشت کي له ۱۹۰۰۰ زره څخه زیات یمني وګړي په داسي حال کي نیولي چي دسعودي خاوري ته دننوتولو کوشش یی کاوه.

سعودي چارواکي وایی په روانه میاشت دنیول شویو کسانو شمیره له تیري میاشتي څخه دوه چنده زیاته ده، له یمن څخه خلګ په داسي وخت سعودي عرب ته په تیښته ځي چي له تیرو څو میاشتو راپدي خوا به هیواد کي حالات مخ په خرابیدو روان دي.

که څه هم یمني وګړي له پخوا څخه هم دیمن په ګاونډ کي پروت ډیرشتمن هیواد سعودي ته رروزګاره له پاره په تیښته له پولي څخه اوښتل، خواوس کي دیمن اوسعودي پرپولو باندي پراته سعودي عکسروایی چي له کله څخه چي په یمن کي ناکراره رامنځ ته شوي ده اویمني اولس داولسمشر علي عبدالله په وړاندي په لاریونونو اومظاهرو لاس پوري کړي دي دغه شمیره څوچنده اضافه شوی ده.

سعودی پولیس پرپوله باندي یمني وګړي نیسه اوبیرته یی خپل هیواد ته لیږي، خو هغه څوک چي په مجرمانه کړونوکي لاس لري هغه دهیواد په زندانونوکي ساتي.

له یمن سره پوله باندی څو ځلی دجازان په سیمه کي سعودي عسکر په القاعده پوري تړلو وسلوالو سره مخامخ شوی دي اویو پربل باندی یی کله کله دبریدونو خبرونه هم ورکول شویدي، له یمن سره پرپوله باندي دسعودي عسکرو یوقومندان عبدالله بن محفوظ خبری رسنیو ته وویل، سرحدی عسکرو دروان کال دجون په میاشت کي ۱۹۱۴۵ عام وګړي چي غوښتویی له یمن څخه دسعودي عرب وخاوري ته په تیښته واوړي نیولی دي، اوهمدارنګه یی ۴۳۳ نورهغه یمنیان نیولي دي چي پرپوله باندي په مختلفو مجرمانه کړنو کي یی لاس درلود، نوموړي زیاته کړه لدي سره سره عسکرو له نیول شوی کسانو څخه زیات شمیر وسلي، چاودیدونکي مواد اونشیی توکي ترلاسه کړی دي.

عبدالله وویل دمي په میاشت کي یواځی ۱۰۰۰۰ زره کسان نیول شوی ول اوتیرکال دټول کال په اوږدو کي یواځی ۱۸۰۰۰۰ زره یمنیان په داسي حال کي نیول شوی چي غوښتو یی دسعودي عرب خاوري ته په تیښته ننوزي.

یمن دعربي نړي ترټولو مسکن هیواد دي چي څه دپاسه ۲۴ ملیونه ابادي لري

بخت الرحمن بخت …………. نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د