نړۍ

پاکستان کې مسافر وړونکې الوتکې سقوط کړی/ويډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د سند ایالت په تر ټولو ستر ښار کراچي کې ددې هیواد اړوند نړیوال هوايي شرکت «پي ای اې» یوې مسافر وړونکې الوتکې سقوط کړی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس، دغه الوتکه له لاهور ښار څخه کراچي ته پر لارې «جناح» نړیوال هوايي ډګر ته نږدې د «ماډل کالوني» په نوم په یوه ګڼ مېشتې سیمه کې رالوېدلې.

د پي ای اې ویاند وایي، په الوتکه کې ټولټال ۹۱ تنه مسافر سپاره وو،  خو د تلفاتو په اړه لا تر دې دمه کره معلومات نشته.

د نوموړي په خبره، تر دې دمه د الوتکې د سقوط لامل هم څرګند ندی، خو د څېړنو لپاره ټیم د پېښې ځای ته رسېدلی او جزئيات به وروسته له رسنیو سره شریک شي.

په ټولنیزو رسنیو باندې خپاره شوي انځورونه او ويډيويي کليپونه ښيي، چې د الوتکې د لوېدو په ځای کې له ځینو کورونو لوګي پورته کېږي.

یاده دې وي، چې له د کرونا ناروغي له امله د نورو هیوادونو په څېر پاکستان کې هم په الوتنو بندیز لګېدلی و ، خو په دې وروستیو کې کورنیو الوتنو ته اجازه ورکړل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

Nice click! Taliban supporters were killed

جمیل

د مسلمان په مرګ یوازی ظالم کفار خوښی کوی .

مجاهد

طوطی د هماغه خلقی مستعار نوم دی چهد امین لعین ته یی [[ شهید امین ]] ویلو ، امریکا ته یی امپریالیزم . مګر نن یی امین لعین او هورا چیغی هیری کړی د امپریالیزم په غوجل کی ولاړ او د امریکا په مرداره اخور کی مرداره ارداوه خوری د نن ټکی اسیا پآنه د حق پلویانو په لیکنو او تبصرو ګډی وډی لیکی چه کمرنګه او کم خونده یی کړی او امپریالیزم ورله کمیشن نور هم زیات کړم . خپله تبصره هم په انګریزی لیکی [[د پاکستان په الوتکه رالویدو باندی خوشالی ښکاره کوی چه د پاکستان ملاتړی دی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x