نړۍ

د جمال خاشقجي زامنو د خپل پلار قاتلین وبښل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د مشهور سعودي لیکوال او ژورنالست «جمال خاشقجي» زامنو د خپل پلار قاتلینو ته بښنه وکړه.

خاشقجي سعودي الاصله امریکايي ، چې د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر میاشت کې د سعودي قونسلګرۍ ته له ننوتلو وروسته تري تم شوی و، او د وژل کېدو پړه یې د سعودي پر شاهي خاندان اچول کېده، زامن یې وایي، د قران له حکم څخه په پیروي د خپل پلار قاتلینو ته بښنه کوي او له خدای جل جلا له څخه په دې برخه کې اجر غواړي.

صلاح خاشقجي په همدې اړه پر ټویټر باندې د قران کریم یو ایت را نقل کړی او لیکلي یي دي « چاته چې بښنه وکړې، الله یې اجر درکوي، موږ د شهید خاشقجي زامن د خپل پلار قاتلین بښو او له خدای جل جلا له څخه په دې برخه کې اجر غواړو.»

د جمال خاشقجي کوژدنه «خدیجه جنکیز» چې قونسلګرۍ ته د تګ په مهال له نوموړي سره مله وه، د خاشقجي د زامنو له پرېکړې سره یې مخالفت څرګند کړی او پر خپل ټویټر یې لیکلي، چې هیڅوک نلري، د خاشقجي قاتلینو ته بښنه وکړي.

جمال خاشقجي چې د سعودي د شاهي کورنۍ او حکومت د پالیسیو د منتقد خبریال په حیث په نړیوالو  رسنیو کې مطرح و، وژل کېدو یې نړیوال غبرګونونه راوپارول او پر سعودي باندې یې سیاسي فشار ډېر کړ.

د سعودي حکومت په لومړیو کې د نوموړي له وژلو انکار وکړ، خو کله چې د ترکیې حکومت یو شمېر غږېږ پیغامونه چې د خاشقجي په مرګ کې یې د سعودي ښکېلتا ثابتوله، نړیوالو استخباراتو ته وسپارول، سعودي ومنله، چې د استخباراتو یو شمېر غړي یې په «خپلسره» توګه د خاشقجي په وژنه کې ښکېل شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

زما به اند دا بښنه د وچ زور له مخی شوی ، ورته ویل شوی به وی چه دومره میلونه یا بیلونه ډالر واخلی بښنه اعلان کړی که نه د خپل پلار د برخه لیک سره به مخ شی ، سعودی کی ورته هر کار امکان لری.
ډیر به فکر کوی چه زامن یی بیغیرته دی که همداسی وی لکه مونږ چه بورته ارزونه کړی بیا بی غیرته نه دی بلکه د غج اخستنی د پاره یی ځانونه ژوندی پریښودل که بدل کی یی څه ترلاسه کړی هم وی پروا نه کوی .
مګر که زما پرونی ارزونه ناسمه وی یعنی د غچ اخستنی غیره یی پشنه کړی تر دوی به بیغیرته ، ډارن او پیسه دوستی څوک په نړی کی نه وی د مسملانانو او انسانانو له خوا د بشنی وړ نه دی

طوطی

بښنه ښه ده تر غچ اخیستلو. دا مونږه افغانان چی وایو په ولاکه یی پریږدم. هغه پښتون چی خپل غچ یی وایی پس له ۸۰ کالو څخه واخیست ویل یی: اوس می هم بیړه کړې.

مجاهد

طوطی صاحب که ستا پلار څوک په همدغه وحشت ووژنی او لا کور کی نوری #### تاسی به یی وبځښی ؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close