نظــر

د کندهار چاپه (دریمه برخه)

مولوي عبدالحلیم (مخدوم)

کله یې چې له تشنابه بېرته غټې کوټې راوړم یوځل بیا یې تالاشي کړم او دې وارې یې هغه دپرتوګ په جیب کې پټه کړې تذکره هم پيدا کړه، دلته یې نو لاسونه راخلاص کړل او راته وې ویل کمیس دې وباسه ما هم کمیس وباسی، بیا یې راته وویل چې پرتوګ وباسه ما ور غبرګه کړه د پرتوګ خبرې به نه کړې او نه هم پرتوګ باسم، او ولې یې وباسم؟ راته کړل یې”دا قانون دی” ما ورته وویل داقانون مو دلته په افغانستان کې نه چلېږي، او نه یې هم په افغانانو او په ځانګړي ډول په پښتنو پلی کولی شئ، ځکه پښتنو ته مرګ له پرتوګ اېستلو غوره دی.

راته کړل یې دا ډاکتران راغلي دي چې ستا معاینات وکړي او ودې ګوري چې د چاپې په وخت کې خو به یې وهلی، ټکولی او ټپي خو به نه یې، ما ورته وویل له خواخوږۍ څخه مو یوه نړۍ مننه! چې دومره زړه سوانده واست نو په دې توره شپه کې به مو ولې چاپه راباندې وهله؟! ولې مو دروازه پټاووله؟ او په دې نیمه شپه کې مو دا وحشت ولې تر سره کړ؟!

ایا تر اوسه مو په کوم اختطافګر، انسان تښتونکي او قاتل باندې هم په شپه کې داسې چاپه اچولې ده ؟!

زه خو هره ورځ ستاسو ددې قرارګاه مخته تېرېدم راتېرېدم ولې مو نه راګرځولم؟! زه خو ستاسو په یو ټلفن هم دلته راتلم، نو دې چاپې او وحشت ته بیا څه اړتیا وه؟!

دا واورئ دا رنګه کړه وړه او وحشت مو د امریکا هغه نسبي اعتبار هم له منځه وړي!

مالا خبرې نه وې خلاصې کړې چې لویه ناره یې راباندې وکړه “چوپ شه مونږ ته لیکچر مه راکوه ژر کوه پرتوګ وباسه!

” ما ورته کړل” پرتوګ مې ولاکه درته اېستلای وي، او لیکچر ځکه کوم، زه وایم چې په دې ولاړو کسانو کې به کوم یو د ژوندي احساس او ضمیر خاوند وي او زما دمظلومیت ږغ به واوري! دې خبرې نو لکه په اور چې پټرول واچوې دوی ټول مشتعل کړل، ټولو یو وار حمله راباندې وکړه لاسونه یې په زوره شاته راواړول او وې تړل، ځېنو له لاسو او سر ونیولم او نورو له پښو، لکه دقربانې پسه درب پړ مخې یې په ځمکه وویشتلم.

ما هم یوه لویه د الله اکبر ناره وکړه ، یو دوو ته مې په مخ ناړې ورتوف کړې خو هغه یې هم ژر په خوله لاس راته کېښود، نور نو اوس زه مکمل د دوی په لاس کې وم، ما هیڅ حرکت نه شو کولای، ځکه خوله یې راته وتړله او په سر او پښو مې هم دوی ناست وو! دې وخت کې یې نو لوڅ لپړ کړم او ډېر انځورونه راڅخه واخیستل.

ترجمان ته مې وویل ورته وایه اوس مې نو درسره شخصي بدي شوه، سره له دې چې تړلای یې وم مګر بیا هم دې خبرې دوی دومره په وام او وارخطایي کې واچول چې هغه له زنګون شاته غټ زوړ تقریبا دیرشو بخیو والا روغ شوی ټپ او د پښې زړه پرې شوې ګوته یې لا ونه لیدله.

د چیک او تحقیق د لړۍ اوله مرحله دلته ختمه شوه، خپل کالي یې بېرته راکړل او یوې کوچنۍ یو نفره بوینې کوټې ته یې بوتلم چې یو دانه یو نفره سیمټي کټ یې له تشناب او شاور سره درلودی، خو له بده مرغه اوبه یې بندې وي چې پکښې ډېره سخته بد بویي وه، ښه وه چې سریې لوڅ او جالۍ و، که نه وای نو بد بویي به یې څو برابره وای!

په سیمټي کټ باندې یې دوه دانې کوچني امریکايي
بیسکوټونه، یوڅه تور پوچ امریکایي کشمش او یو څه پلۍ له یو کوچني بوتل اوبو سره ایښي او پراته وو، دامې ژر ژر وخوړل په اوبو مې اودس وکړ او دسهار لمانځه قضائي مې راوړه.

دلته مې نو له الله رب العزت څخه په ډېره تضرع، انکسار او عاجزي سره التماس او و غوښتل چې یاالله زه خو ستا یو عاجز بنده یم او دا دی په نوې ابتلاء او امتحان کې راغلم، نو ته زما له خولې څخه په تحقیق کې محقق ته داسې څه مه راباسه چې هغه د مسلمانانو په تاوان وي او آمریکایان ورباندې خوشحالېږي، په دې ابتلاء کې زما څخه داسې اعمال مه صادروه چې هغه ستا د خشم، قهر او غضب سبب وي، یاالله په دې امتحان کې ته داسې رانه راضي شې چې بیا هیڅکله راڅخه خفه نه شې، یا الله ته مې له دا رنګه ژبني ښوېدو څخه وساتې، چې یا په شعوري او یا هم په غیر شعوري ډول زما له خولې څخه داسې څه ووځي چې هغه د بل ملګري داسارت او بندي کېدو سبب ګرځي; لله الحمد له اولې ورځې مې بیا تر آزادۍ پورې هر محقق ته دا خبره کړې ده چې زما د تحقیق په پایله کې مو والله العظیم که بل مسلمان دلته راوست، اېله به یې نه سره ستړي کوو.

د لمانځه او دعا وروسته د ملګرو په لټه کې شوم د یوه یوه نوم مې اخیست او نارې به مې کړې فلانیه او فلانیه، خو هیچ چا ځواب رانه کړ، کله مې چې دګاونډي نوم واخیست ځواب یې راکړ څه وایې مولوي صیب؟ ما ورته کړل څنګه یې؟ ویل یې ښه یم، ما ورته وویل خوشې کوي دې مه خفه کېږه، راته کړل یې نه یم خفه، ماورته وویل حاجي صیب ته خو د دې وطن یې خامخا به له چارواکو او امرکایانو سره څه ناڅه مستقیم او یا غیر مسقیم شناخت لرې نو چې ولاړې زما غم به خامخا خورې چې خوشې مې کړي، ویل یې سمه ده ته بیغمه اوسه مولوي صیب زه دې کار درکوم ….
نور بیا

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close