ټولنیزه برخه

ای مسلمانانو! ای زموږ غلامانو!

د اسلامي نړی د مفکر علامه ابوالحسن علي الندوي رحمه الله فکرانګېزه لیکنه

راټولونکی: – ابوعکاشه سعید

دا فکر انګیزه لیکنه علامه ابوالحسن علي الندوي رحمه الله په خپل ژوند کې کړې ده چې اوس داسلامي نړی همدا حال دی او حرف په حرف یی تحقق پیداکړی.

ای مسلمانانو!
ایاتاسو اوری!
ای زموږغلامانو واوری!

ستاسو دعلم چینې وچې شوي دي
ستاسو دواک لمر ډوب شوی دی
ستاسو دبخت ورځې تېرې شوي
لدې وروسته ستاسو له واکمنی او سلطنت سره څه؟
ستاسولاسونه شنډ شوي او ستاسو تورې زنګ وهلي
اوس موږ ستاسو باداران یو او تاسو زموږ غلامان یئ
ګوری! موږ له سرنه ترپښو پورې خپلې غلامی په قالب کې اچولی یاستی .
زموږ کالي اغوندی!زموږ ژبه وایئ! او زموږ کړه وړه مو خپل کړي دي اوپرې ویاړی
ستاسو کوچني کوچني ماشومان هم زموږ نکټایی اچوي او بیا ښوونځي ته درومي ددې لباس په لیدو ستاسو زړونه خوشحالیږي.؟

موږ بیوقوف نه یو موږ ستاسو فکر او ماغزه غلامان کړي اوس تاسو زموږ په غوږو اوریدل کوی، زموږ په سترکو لیدل کوی او زموږ په دماغو فکر کوی

اوس ستاسو په تن کې ستاسو خپل څه نشته
دژوند په هره برخه کې موږ ته محتاج یاستی؛
ستاسو په کورونو کې زموږ طور طریقې رایجې دي
ستاسو په مغزو کې زموږ افکار دي ستاسو په مکتبونو او پوهنتونونو کې زموږ نصاب چلیږي او تدریسیږی
ستاسو په بازارونو کې زموږ توکي پلورل کیږي

ستاسو په جیبو کې زموږ سیکه ده
اوستاسو سېکې مو پخوا خاورې کړې دي
تاسو به زموږ څنګه سرغړونه کوی؟تاسو زموږ میلیاردونه او کربونه پوروړي یئ! ستاسو اقتصاد زموږ په لاس کې دی

تاسو په خپلو ځوانانو ډیر ویاړی؟
په شهوت پارونکو انځورونو،دزنا هیجان خیزمناظرو څخه په ډکو فلمونو, د زرو په هوس او دتروشو اوبو په ورګډولو مو ټول بیکاره ګرزولي دي
تاسو په خپلو پوځونو ډیر غرور کوی؟
اوس لاړشی دخپلو پوځیانو وسلوځایونه وګوری که موږ درڅخه لاس ونیسو نو ستاسو نظام به درهم برهم شي

اوس تاسو زموږ له اجازې پرته په چا حمله نشی کولای
دبوسنیا او عراق حشرتل په یاد ساتی
خبردار! چې زموږ له غلامۍ نه دوتلو کوښښ ونکړی زموږ امید هم دا دی چې تاسې دا کار کلونه هم نشی کولای
ځکه چې دایمان پختګي،دجهادجذبه،ژورنظر،دیني غیرت،هغه ټول موږ ستاسو له پوهانو عالمانو څخه دڅو دینیوي متاع په بدل کې اخیستي
موږ ستاسو میرمنوته دتلویزون له لارې دبې حیایی ترغیب ورکړی
دزیب او زینت اودښکلااودغوره توکوپه ورکولوسره مو دهغوي پړونی ترې واخیست
اوستاسو نارینو ته مو دلوڅو او فاحشو فلمو په خپرولوسره دهغوی مردانګي واخیسته
اوس به په تاسو کې خالد،طارق،صلاح الدین ایوبي، یوسف بن تاشفین پیدانشي

او واوری! موږ احسان فراموش نه یو.
ستاسودقوم احسانونه هم پر موږ شته خصوصا دعلماو چې په مدرسو او مسجدونوکې ناست دي اویو بل تکفیروي موږ ته لا لار هواروي

ستاسوپوهان او مفکرین ځانته په ماډرن ویلو ځانونه ملحدین او زندیقین کرځیولي
زموږ فلسفه یی خپره کړې،ستاسوتعلیمي مرکزونو زموږ نصاب ستاسو دځوانانو په مغزوکې یې دومره ښه کینولي دي چې هغوی یی خپل دین څخه بغاوت کولوته هڅولي دي
موږدهغو ټولو شکرګذار یو ستاسو دین په تاسو څومره لوي بندیزونه لګولي دي

داحرام دي هغه حرام دي داجایز دي هغه ناجایز دي دژوند لارې یی په تاسو تنګې کړي دي
موږ تاسو ته نوې لاره وښوده او تاسو ځانونه دحرام او حلال له قید نه خلاص کړل ایا تاسو پدې زموږ شکر ګذار نه یاستی

ای مسلمانانو!
ای زموږ غلامانو!
ایاتاسو اوري

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close