نړۍ

د کوچني اختر په هکله معلومات به نن ماښام ۸ نیمې بجې کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د سعودي عربستان سترې محکمې له ټولو مسلمانانو غوښتي چې نن د جمعې په ماښام د شوال المکرم میاشتې د لیدلو هڅه وکړي او د اختر(شوال المکرم) میاشتې د لیدلو په صورت کې نیږدې محکمې ته ورشي او خپله ګواهي ثبت کړي.

د واس خبري آژانس د خبر له مخې نن ماښام د مکې مکرمې په وخت (۷) بجې او د کابل په وخت (۸) نیمې بجې به د سعودي عربستان د سترې محکمې ځانګړی کمیټه غونډه کوي او د ګواهانو او دلایلو له څېړلو وروسته به دا پرېکړه کوي، چې سبا ته د شنبې ورځ د کوچني اختر ورځ ده او که د روژې دیرشمه نیټه ده.

په ورته وخت کې د فلکیاتو ماهرینو تمه څرګنده کړې، چې سږکال به د رمضان المبارک میاشت پوره دیرش ورځې وي او د کوچني اختر لومړۍ ورځ به یکشنبه وي.

د کوچني اختر د اعلان او نورو تازه معلوماتو لپاره د نن ټکي اسیا خبري ویب پاڼه په فیسبوک او ټویټر کې هم وڅارئ او ځان تر هرچا دمخه د هېواد او سیمې په تازه حالاتو باخبره وساتئ.

زمونږ د ټویټر پته: https://twitter.com/nunnasia

د فیسبوک پاڼه: https://web.facebook.com/pg/nunn.asia.afghan1/posts/?ref=page_internal

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close