شعـــــرونه

اختر او مقصد يې/ جواد مل

جواد مل

اختر يو ستر انعام دی په خوښيو به يې لمانځو
الله دي نه کړي چي په سرکښيو به يې لمانځو

اختر د پاک الله لو پېرزوينه مسلمان ته
په مينه محبت په رنګينيو به يې لمانځو

يو بل ته باید ورکړو له الفت نه ډکي غاړي
نفرت له وروڼو نه! په سپين زړګيو به يې لمانځو

پوښتنه د استاد, مشر, قريب, عاجزه حق ده
د نېک ملګرو په مبارکيو به يې لمانځو

اختر دا معنا نه چي څوک څه کړي هغه دي وکړي!
په منځ کي له اسلام جوړو کړيو به يې لمانځو

چي رب پرې خپه کيږي داسي کړني ډيري بدي
اختر نېک جوادمله په نېکیو به يې لمانځو

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close