نظــر

سپي هم؛ په کوڅه کې خپل او پردي پیژني!

استاد محمد زمان مزمل

داسې چې په یو چوک یا کوڅه کې د انسانانو کورونه وي او هغوی پخپل منځ کې روابط لري کلیوال او ګذر کلچر لري داسې په هر چوک او کوڅه کې سپي هم د همدغه چوک او کوڅې اوسیدونکي ځان ګڼي او پخپلو کې روابط او پیژندګلوي لري.

د کوڅې سپیان پخپلو کې پیژني او تر ډیره پخپلو کې تحمل لري او چې کله له بل ځایه یو پردی سپی راشي ټول یې په مقابل کې عکس العمل ښیي او په کوڅه کې د هغه لپاره د اوسیدو چانس نه ورکوي.

سپیان سره ددې چې سپیان دي بیاهم خپل او پردی پیژني وایه د ډیرو انسانانو چې په چوک، کلي او یا یو مملکت کې اوسیږي او پای هغوی د بېګانه سره د عکس العمل په ځای پخپلو کې خوري او ډیری کرته پکې انسانان ځان په بېګانوو ساتي.

زموږ هېواد د خپل سیاسي ټیټ کلتور او د خپلو سیاسي تجارانو په قیادت کې کوڅې او چوکونه نه په خپلو کې خپل کړل بلکې پخپلو کې یې د هغو سونامیو صحنه کړل چې د اوچتو شعارو خاوندانو پکې جنازې او مسجدونه د وحشت هغه صحنې کړې چې که د چوک د سپیانو په ژبه پوهیدو کیدای شي هغوی هم دا اعمال محکوم کړي وي.
د پردیو لپاره خپل خلک وژل او د پردیو په وتلو د دریم ګړي په خاطر د جنګ صحنې تودول هاغه کلتور دی چې افغانان یې د نړۍ په سیاسي ژوند کې د هر نرخه وغورځول حتا نږدې تر موږ ټیټ پاکستان زموږ مریضانو ته ویزې نه ورکوي او د خمیني د ملګرو ایران خو یې سړي ژوندي په اوبو کې غورځوي.

اوس باید پوه شو چې په چوک او کوڅو کې تر نورو حیواناتو ټیټ کلتور لرو په همدې روژه کې چې څه پیښ شول په ښځینه شفاخانه کې،کندز کلینیک کې او جنازه  کې ،ګرانه ده چې له هېواد بهر یو څوک ددغسې خبر په اوریدو د یو بل هېواد سړي ته ووایې چې زه افغان یم افتخار کوم.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

موږ خو یی منو او منلی مو هم دی او راتلونکي به یی هم انشاء الله ومنو جنایت جنایت بولو که د هر چا لخواه وي خو ځینې هغه وروڼه دې د الله په خاطر او د دې مظلوم وطن او عاجزو خلکو لپاره نور د هغه ظالمانو په پټو سترګو پلوی پریږدې کوم مظالم چې د استاد په اشاره د ډیموکراسی تر شعار لاندې دغو دکابل قصابانو په دې روژه کې تر سره کړل دا د جنایت وبولي سر دې ګریوان ته کړي دوی دې باور وکړي لاړ دې شي تحقیق دې وکړي چې دې خلکو په تیر نژدي دو لسيزو کې همداسې جنایتونه د پردیو د ګټو لپاره کړي دي او که سره د دې هم سر نه خلاصوي هسی نه چی بیا د استاد د وینا مطابق هغه د چوک اوکوڅو تر ……. د ټیټ کلتور خاوندان وګرځي .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close