نړۍ

پاکستان: د ملکي الوتکې د لوېدو په پېښه کې تر دې دمه د ۵۷ تنو مړینه تائید شوې/ويډيو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د سند ایالت په مرکز «کراچي» ښار کې د ملکي الوتکې د لوېدو په پېښه کې تر دې دمه د ۵۷ مسافرو مړینه تائيد شوې.

د رسنیو د راپور په اساس، د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت «پي ای اې» اړوند دغه الوتکه نن ماسپښين له لاهور ښار څخه کراچي ته پر لاره وه، چې له ناستې یوازې څو شیبې وړاندې جناح نړیوال هوايي ډګر ته نږدې په یوه ګڼ مېشته سیمه کې راپرېوته.

د پی ای اې د یوه تن ویاند له قوله، په دې الوتکه کې ټولټال ۹۱ مسافر او ۷ د الوتکې عمله سپاره وو، او څرګنده شوې، چې تر دې دمه  د پیلوټ په ګډون ۵۷ سپرلۍ وژل شوي.

ژغورونکي ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي، او ویل کېږي، الوتکه د ماشین د خرابۍ له امله سقوط شوې، او پیلوټ يې په اړه له مرکز سره په وروستۍ اړیکه کې یادونه کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

الله سبحانه و تعالی دی دا ټول په الوتکه کی مړه سوی مسافرین او د کرونا په ناروغی مړه سوی او په جنګی ډګر کی وژل سوی زموږ ټول دینی وړونه او خویندی غرق رحمت وګرځوی.

طوطی

حال مو بدتره شه تور مخو. الله د پکی سوچه مسلمانان وساتی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close