نظــر

هغه خو هماغه دی، خو… بدله ده!!!

عباس عابد

روښانه دې وي، چې دېموکراسي يوه پوچه مفکوره ده، په اسلامي نړۍ کې د خير، ښېګڼې، برياليتوب او پرمختګ ذريعه نه ده، بلکې د تباهۍ او هلاکت وسيله ده! افغانستان ته چې د (B52) امريکايي الوتکو په زور ولسواکي را وارده شوه، نو د ولسواکۍ مينانو او عاشقانو هم د ولسواکۍ د استحکام او ټينګښت لپاره ټولټاکنو ته مخه کړه. (ولسمشريزې او پارلماني) ټولټاکنې وشوې او هر وار له ستونزو سره مخ شوې، چې پايلې به يې ډېرې ځنډېدلې او چې اعلان به شوې، نو بيا به د «نه منم» ډرامه ګرمه شوه او په اخر کې به بيا د ملت د رايو او ارادې خلاف نتايج اعلان شول.

تېر کال، د تلې (ميزان) په شپږمه هم په هېواد کې ولسمشريزې ټولټاکنې ترسره شوې، د هغو د پايلو اعلان تر ډېره وځنډېده، چې وروسته اعلان شوې، خو دواړو مخکښو نوماندانو د خپلې بريا اعلان وکړ او يو هم له برياليتوبه نه منصرفېده، بلکې ټينګار او تاکيد يې کولو، چې زه بريالی يم او مطلوبه سلنه مې تر ګوتو کړې ده او هغه بل پاتې او بايلونکی دی.

بيا دواړو مخکښو نوماندانو په يوه ورځ، د يوه دېوال تر شا او په يو وخت د ولسمشري لوړې وکړې. نوې عجوبه وزېږېده!!! ولې دېموکراسي پوچه مفکوره ده او د افغانانو لپاره ګټه او ښېګڼه نه لري. د دواړو مخکښانو د روغې جوړې لپاره هېوادني منځګړي او بهرني مرکچيان وګرځېدل را وګرځېدل، خو يوه هم نه منله. اشرف غني د کابينې د چارسمبالو وزيرانو ټاکل پېل کړل، ولې خوارکی عبدالله عبدالله په دې پوزيشن کې نه و، چې ورته ټاکنې او تقرريانې ترسره کړي.

کورنيو مرکچيانو د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړ جاړي هڅې چټکې کړې او همداشان اروپايي ټولنې او نورو بهرنيانو دواړو ته ګوتڅنډنه وکړه، چې ستونزې مو حل کړی که نه ….

نو دواړه د واک په وېش راضي شول، نه عبدالله عبدالله د خپل ټيم له کسانو سره مشوره وکړه او نه اشرف غني کومه لويه جرګه راوبلله او نه يې د خپلو ملاتړيو او رأيه ورکوونکو غونډه داېره کړه، (ځکه دوی دواړه د واک وږي تږي دي، د هيچا غم هم نه کوي).

له دواړو څخه يې ملاتړي او خواخوږي خپه دي، د عبدالله عبدالله ډلې (جمعيت) خو د ده له دې کار سره مخالفت وښوده او له اشرف غني هم اکثر ملګري خپه او ناراضه دي.

همداشان ډېری افغانان له اوسنۍ توافقنامې څخه ناخوښه دي، ځکه دا تفاهمليک د ملي يووالي حکومت تسلسل ګڼي، څنګه چې هغه ناکام حکومت و، دا هم د هماغه په څېر دی، وايي: يوه سپينږيري يو مرکب (حمارګل) په مېله کې رانيولی و، ولې هغه ډېر بد خويه و، بار ته نه درېده او لغتې يې وهلې. نو نوموړي هغه بېرته مېلې ته بوت، هلته يې وپلوره. په بله ورځ بيا د بل خره د رانيولو لپاره مېلې ته لاړ او کوچيني زوی يې هم ورسره لاړ، نو هغه کوچيني هم د سودا (خره) په رانيولو کې لېوالتيا لرله، هغه (کوچيني) هغه خپل پخوانی مرکب وليده، نو پلار ته يې وويل: دا ډېر غوره اوږد غوږی دی، راځه دا را ونيسو. پلار يې ورته کړه: زويه! دا هماغه دی، خو کته يې بدله ده!!!

په افغانستان کې له ټولټاکنو وروسته نوې تجربې تکراريږي، داسې حکومتونه او نظامونه جوړيږي، چې په نړۍ کې يې ساری نه ليدل کيږي، ځکه د نړۍ ټاکنيز اصول داسې وي، چې ګټونکی (فرد يا ګوند) حکومت جوړوي او بايلونکی (شخص يا ګوند) د اپوزيسيون په څوکۍ کيني او د حکومت چارې څاري، ولې زمونږ په هېواد کې هر څه سرچپه وي.

که په افغانستان کې ولسمشريزې ټولټاکنې د متناسبې استازولۍ په اساس وای، نو د ملت رأيې به نه ضايع کېدلې او که واکونه وېشل کېدلی، بيا به هر چاته د هغه د رأيو ګټلو پر بنسټ واک ورکول کېده!!

دواړو کانديدانو له ولس سره خيانت وکړ، د ملت په رأيو پورې يې وخندل او د ملت يې توهين وکړ، ولس بايد د سولې له ټينګښته او د صليبيانو له وتلو څخه مخکې په ټولټاکنو کې ګډون و نه کړي، ځکه د دې دواړو جنابانو د واک او قدرت پر مهال ټاکنې د ولس له توهين او سپکاوي پرته بله پايله نه لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

نه یوازی دغو دواړو کاندیدانو ( ## ) د اولس سره خیانت وکړ بلکه هغو چی خپلی رأی یی کارولی وی هغو هم د خپل دین او خپل اولس سره یی خیانت وکړ . که د امریکی کړو وړو ته د لمړی سره وګورو څنګه چی دوی پخپله هم ویلی چی دوی زمونږ د سمسورتیا او آبادی لپاره ندی راغلی ، دوی د ډیری سختی کرکی او انتقام سره راغلی وه . ظالمه او وحشی امریکا چی ځانته یی نړیوال لیډر وایه څنګه یی کولای سوای چی په یوه جنګ ځپلی او غریب هیواد کی اسلامی شریعت ومنی ، د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close