ټولنیزه برخه

د بښنې او ښېګڼې په اړه د سلفو کیسې

حامد افغان

روژه د رحمت، مغفرت او له اور نه د خلاصون میاشت ده، روژه کې الله جلاله ګڼ شمېر خلکو باندې رحمتونه اوروي، ګناهونه یې بښي او له اوره نجات ورکوي، د روژې په دې لویو صفاتو کې الله جل جلاله خپلو بندګانو ته دا پیغام نغښتی ده چې پخپلو کې مهربانه اوسئ، یوه بل ته بښنه کوئ، پخپلو کې د یوه بل تېري او کمزوري بښئ او له یوه بل سره ښېګڼه او نېکي کوئ، دلته د نمونې لپاره د بښنې په اړه د سلفو رحمهم الله څو لنډي بېلګې راخلو.

باید یادونه وکړم چې دا بېلګې که د عمل او د هغوی په څېر د ځان جوړلو په نیت ولوستل شي خامخا ګټه رسوي، نه د نیوکې او خپلې عقلمندې ښکاره کولو په نیت، له بده مرغه د ځینې ځوانانو فکرونه په دې وروستۍ ناروغي پوره لتاړ دي، ځکه دوی د عقلانیت! په نېشه او ابداعیت! په جذبه کې ډېرو شیانو ته د نقد او نیوکې په نظر ګوري.

مشهور تابعي میمون بن مهران (مړ: 117هـ) رحمه الله د راشد خلیفه عمر بن عبد العزيز رحمه الله د زامنو استاد و او بیا د ده قاضي هم و، یوه ورځ یې مينځې شوروا ورته راوړه هغه وښویېدله او شوروا ورنه تويه شوه، میمون اراده وکړه چې ادب وروښيي خو هغې ورته وویل: زما مولا! د الله دا خبره دریاد کړه {والكاظمين الغيظ} یعني او مومنان هغه خلک دي چې غوسه زغمي، ده ورته وویل: رایاد مي کړ او غوسه ختمه شوه، هغې ورته وویل: له دې وروستۍ جمله هم عملي کړه: { والعافين عن الناس } یعني او مومنان خلکو ته بښنه کوي، هغه وویل: ومي بښلې، مينځې ورته وویل او پاته برخه یې { والله يحب المحسنين } یعني الله له نېکي کوونکو سره مينه لري، میمون ورته وویل: زه هم نېکي درسره کوم، ورځه د الله لپاره مې ازاده کړې.

د سلفو د یوه عالم په اړه وایي چې د هغه یو اس و په هغه زیات ګران و، یوه ورځ یې خپل اس داسې حالت کې ولید چې په دریو پښو ولاړ و او یوه یې چا ماته کړې وه، خپل غلام ته یې وویل: دا ولې؟ هغه ورته وویل: دا مې قصدا داسې کړ، چې تا یو څه پرې ودردوم! هغه ورته وویل: نو زه به ستا په دې کار شیطان ودردوم، ځه ته مې ازاد کړې او دا اس هم درسره وله. تنبيه الغافلين بأحاديث سيد الأنبياء والمرسلين لابي الليث نصر بن محمد بن إبراهيم السمرقندي

ابن عون د بصرې مشهور محدث او عالم و، په علم، تقوی او زهد کې یې ډېر کم ساري لرل، د عبد الله بن المبارک په څېر امامانو استاد و، د ده یوه اوښه وه په ده بېخي زیاته ګرانه وه، په دې اوښه به حج او جهاد ته تلی، یوه ورځ یې خپل یوه غلام ته وویل دا اوښه بوځه او اوبه یې کړه، هغه چې اوښه بیرته راوستله په یوه سترګه یې ویشتلې او ړنده کړې وه، خپلوانو یې وویل: که ابن عون غوسه کوله نو نن به یې وکړي، کله چې ده خپله اوښه وليدله ویې ویل: سبحن الله!! الله دې برکت درکړي له مخ پرته بل ځای به دي ویشتلې وه؟! او غلام ته یې وویل: زما نه ووځه او ورځه ازاد یې. سير الأعلام النبلاء للذهبي

د عمر بن عبد العزيز رحمه الله یو کوچنی زوی و، له ماشومانو سره یې لوبي کولې، یوه ماشوم په مخ وویشت او ټپي یې کړ، خلکو هغه ماشوم هم ونیو او دواړه یې د هغه کورته وروړل، عمر بل ځای ناست و، په خپل کور کې یې شور واوريده او راغی، یوه ښځه ورته راغله او ورته ویې ویل: امیر المؤمنین! دا هلک ( هغه چې د عمر زوی یې ټپي کړی و) زما زوی دی او یتیم دی، هغه ورته وویل: دی له بیت المال نه وظیفه لري؟ هغې وویل: نه، عمر خپل کاتب ته وویل: ده ته له بیت المال نه معاش ولیکه، او بښنه یې هم ورته وکړه! الإشراف في منازل الأشراف لابن أبي الدنيا

د عبد الله بن جعفر او غلام کیسه

عبدالله بن جعفر خپلې کروندې ته ولاړ، هلته پخپلو فصلونو کې ګرځیدی، د ځمکې څنګ ته یې د یوه دوست باغ و، په هغه کې یې یو “تور غلام” ولید، د غلام وچه ډوډۍ په لاس کې ده خوري یې، یوه ګوله پخپله وخوري او یوه ور خوا ته سپي ته واچوي، عبد الله چې د تور غلام دا کړنه ولیدله خوند یې ورکړ او ورته ویې ویل:
توره ځوانه! د چا غلام یې؟
غلام: د مصعب بن الزبیر
عبد الله: دا باغ د چا دی؟
غلام: دا هم د هغه دی
عبد الله: عجیبه کار کوې! یوه ګوله خپله خورې او بله سپي ته اچوې؟!
غلام: له الله نه حیا راته دریږي، چې زه یې خورم او سپي ته یې نه اچوم.

عبد الله مدینې ته ولاړ هلته یې له مصعب بن الزبیر نه دا باغ او غلام دواړه واخیستل، بېرته تور غلام ته راغی، هغه په باغ کې و او عبد الله له هغه سره بیا داسې مرکه پیل کړه:
عبد الله: توره ځوانه! ته مې له مصعب نه واخیستلې
غلام: الله مې دې درپوري بختور کړي
عبد الله: دا باغ مې هم واخیست
غلام: الله دې خیر او برکت درته په کې واچوي
عبد الله: زه شاهدي وایم چې ته مې د الله لپاره ازاد کړې
غلام: الله دې د خیر بدله درکړي
عبد الله: او زه الله شاهد ګرځوم چې دا باغ هم تا ته ډالۍ کوم!
غلام: الله دې ښه بدله درکړي

او غلام زیاته کړه: زه الله شاهد ګرځوم او تا هم شاهد ګرځوم چې دا باغ ما د فقیرانو لپاره وقف کړی دی! عبد الله مدینې ته روان شو او له ځانه سره یې وویل: تور غلام زموږ نه ډېر سخي دی. سیر اعلام النبلاء: 13/363.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

حامد افغان صاحب سلامونه،
الله ج د روغ جوړ خوشحاله لره،په رښتیا سره داسی کیسی راټولوی چه له پند څخه ډکی او زده کړه ور څخه کیږی،
کاش چه استاد بیانزی هم ستاسو په شان د جنګ تبصری لیکلو په ځای د عبرتونو ډکی کیسی راټولولی .

الحاج استاذ بیانزی

حامد افغان صاحب ، سلامنونه او نیکی هیلی مو ومنی ۱ وایی ، ( شدی د الله ج نعمت دی او غوړی چه پری واچوی نعمت الله شی ) د نن ټکی اسیا پاڼه زمونږ د پاره د الله ج نعمت دی د حامد افغان صاحب لیکنی جه بکی ولیکل شی نعمت الله شی . الله ج دی اجرونه درکړی او د مبارکی روژی اجرونه مو به برخه او کوچنی اختر مبارکی درته وایو . غمی پشتین صاحب ، ته هم د کوچنی اختر مبارکی وایو دا ځل خو مو لږ به نرمو ټکو کی یاد کړی یم مننه کوم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close