نړۍ

پاکستان کې د الوتکې سقوط؛ یوازې دوه مسافر ژوندي پاتې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): په پاکستان کې د ملکي الوتکې د سقوط له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۷ ته ورسېد.

دې الوتکې له لاهور ښار څخه د سند ایالت مرکز کراچي ته پر لاره «جناح» نړیوال هوایي ډګر ته نږدې په یوه ګڼ نفوسه سیمه کې له ناستې یوازې څو ثانیې وړاندې د غبرګو ماشینونو د کار پرېښودو له امله سقوط وکړ.

په الوتکه کې ټولټال۹۲ مسافر او ۷ د الوتکې عمله سپاره وو، چې له منځه یې تر دې دمه د ۹۷ تنو د وژل کېدو خبرونه تائید شوي.

د رسنیو د راپورونو په اساس، د الوتکې د لوېدو په ځای کې ګڼ کورونه تخریب شوي، خو چاته زیان پکې ندی رسېدلی.

د پېښې له ځایه مړي او ټپیان روغتونونو او د جسدونو د ساتلو سړخونو ته لېږدول شوي، خو ویل کېږي، زیاتره جسدونه له پيژندلو وتلي او د سیمه ییز حکومت له لوري ورته ځانګړی ټيم ټاکل شوی.

د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت «پي ای اې» اجرایوي رییس «ارشد ملک» تېره ورځ یوې خبري ناستې ته ویلي، چې الوتکه د تېرې میلادي میاشتې په ۲۱ مه نېټه له مسکو څخه تر راګرځېدو وروسته ترمیم شوې وه، او د الوت وړ بلل شوې وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close