افغانستان

د اصلاحاتو او همپالنې ټيم د سیال ټيم د درغلۍ نور اسناد خپاره کړل

نن ټکی آسیا: څو شیبې وړاندې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم یوه غړي مامور جبار شلګري د یوه خبري کانفرانس له لارې د ډاکتر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ټيم د پراخو درغلیو اسناد، چې یو ویډیو او اډیو کلیپونه دي، خبریالانو ته وښودل.

د اصلاحاتو او همپالنې ډله ادعا کوي، چې په تېرو ټاکنو کې د پکتيکا په ګومل ولسوالۍ کې او د ميدان وردګو د والي عبدالمجيد خوګياڼي له خوا د تحول او تداوم  ټيم په ګټه درغلي شوې ده.
د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو همپالنۍ ډلې يوه غړي عبدالجبار شلګري نن (د چنګاښ پنځمه) په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د ميدان وردګو والي عبدالمجيد خوګياڼي د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د اشرف غني احمدزي په ګټه درغلي کړې ده.
په دې غونډه کې د يادې ډلې له لوري يوه ټيلېفوني اړيکه خپره شوه، چې د شلګري په وينا، دغه اړيکه د ميدان وردګو د والي او د دغه ولايت د جغتو ولسوالۍ د ملي اردو د يوه افسر ترمنځ ترسره شوې ده.
د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له لوري په خپاره  شوي غږ کې هغه کس ته، چې د ميدان وردګو والي ويل شوى، مقابل لوري ته چې د ملي اردو يو افسر معرفي شوى وايي: ما د ټاکنو له کمېسيون سره خبرې کړې دي، تاسو د ټاکنې له مرکز بهر امنيت ونيسئ، له دننه سره کار مه لرئ، هلته د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي او ناظرين شته دي.
خو مقابل لورى بيا وايي: موږ کلک امنيت نيولى دى او هېچا ته اجازه نه ورکوو، چې درغلي وکړي، ځکه دواړه کانديدان د افغانستان د خلکو کانديدان دي.
دغه راز د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم له لوري په نننۍ غونډه کې يوه ويډيو هم خپره شوه.
شلګرى وايي، دغه ويډيو د پکتيکا ولايت له ګومل ولسوالۍ څخه هغه مهال اخيستل شوې، چې يو شمېر کسانو په خپلو کورونو کې د اشرف غني احمدزي په ګټه د رايو صندوقونه ډکول، چې د ملي اردو موظفينو له خوا ونيول شول.
په ياده ويډيو کې د ملي اردو سرتېري او يو پوليس  ښکاري، چې په يوه کوټه کې دي او رايې پاڼې له يوه صندوق څخه بل صندوق ته اچوي.
د شلګري په وينا، دغه ټيم به په راتلونکي کې نور اسنادونه هم خپاره کړي، چې له مخې به  يې په تېرو ټاکنو کې  د تحول او تداوم ټيم درغلۍ روښانه شي.
نوموړي په ټينګار سره وویل، چې دا یوازې د یوې سېمي د درغلۍ لاسوند نه دی، بلکي له دې په ډاګه کېږي، چې دا د ښاغلي امرخېل په مشرۍ د یوه سازمان شوي درغلګر ټيم کړنې دي.
د شلګري له وینا داسې بريښېده، چې د ټاکنو پر کمیسیون لا هم د دوی اعتماد پر ځای نه دی او د مشرتابه په شمول ، ټول چارواکي ورته په درغلیو کې ککړ ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x