افغانستان

طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د طالبانو له لوري په یوه تازه خپره شوې اعلامیه کې د د اختر په مناسبت درې ورځې اوربند اعلان شوی دی.

د ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکي اسیا ته په را لیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي:

«د دې لپاره چې هیوادوال د اختر مراسم په اطمنان سره تر سره کړي، د اسلامي امارت ټولو مجاهدینو ته د مشرتابه لخوا لارښودنه کیږي چې د کوچني اختر په دریو ورځو کې دي د هیواد والو د امنیت لپاره خاص تدابیر ونیسي او په هيڅ ځای کې دې په دښمن باندې تعرضي عملیات نه تر سره کوي؛ البته که د دښمن لخوا کوم ځای برید کیده بیا دي کلکه دفاع وکړي.

په عین حال کې دې ټول مجاهدین خبر وي چې هيڅ څوک د دښمن تر کنترول لاندې ساحوته د تګ اجازه نه لري اونه مقابل لوري ته اجازه شته چې د مجاهدینو سیموته راشي.

هیوادوالوته د دې زمینه مساعده کړئ چې اختر په خوشحالۍ ولمانځي د امنیت په برخه کې يې لازم ګامونه واخلئ، د شهداوو او بندیانو په کورنیو پوښتنه وکړئ او په هره برخه کي خپلو مقدسو اهدافو ته متوجه واوسئ».

باید وویل شي چې دا دویم ځل دی چې طالبان د اختر په مناسبت په علني ډول له خپله اړخه اوربند اعلانوي، ددې تر مخه یې په کال ۲۰۱۸ په کوچني اختر کې په ورته توګه ۳ ورځنی اوربند اعلان کړی وو چې له امله یې په افغانستان او نړۍ کې د افغانستان د سولې لپاره امیدونه را وټوکول او د طالبانو – امریکایانو تر منځ رسمي او علني مذاکرات شروع شول چې بالاخیره د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر توافقنامې پایته ورسیدل.

ګمان کیږي چې د طالبانو له لوري دغه ۳ ورځنی اوربند، او په کابل کې د عبدالله او اشرف غني تر منځ د جوړجاړي وروسته د طالبانو د غوښتنې سره سم د بندیانو خلاصون لړۍ چټکه شي او بالاخیره بین الافغاني مذاکراتو ته هم لاره هواره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
افرین، الله ج د اجرونه درکړی چه اور بند مو اعلان وکړ.له جنګ څخه یوه دقیقه اوربند هم ښه دی،
ولس د دایمی اوربند غوښتونکی دی،بیانزی صاحب چیری دی ؟اوربند په باره کی تبصره نه کوی؟چه د اوربند سوله نوم اوری نو ملاریا تبه په راځی،سوله اوربند نه غواړی ،همیشه افغان ولس ته جنګ غواړی،
،،،،،،،،،،ټولو ته اختر مبارک،،،،،،،،،،،،،،

الحاج استاذ بیانزی

اسلام د سولی او امن دین او نظام دی، جنګ د دفاع او مقاومت یا جنګ د سولی د تامینولو له امله ترسره کوی . مونږ په امریکا او اروبا برید او تیری نه دی کړی او نه مو دی اشغال کړی برخلاف امریکایی او اروبایی لیوانو په ګډه او به ډیر وحشت مونږ اشغال کړی او یو شمیر بی ضمیره او بی هویته غلامان یی په مونږ د برچی په زور چارواکی کړی د کابل غلامان د بادارانو په پیسو او وسلو زمونږ مظلوم اولس په جلا جلا وسیلو ( بمبارد، د ورځو او شپو عملیاتو ،، هر دول… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غمی پشتین صاحب جوړ به خیر که طالب مجاهدین د خپلواکی تر لاسه کولو او الهی نظام پیاده کولو د پاره د روژی او اختر دمقدسو ورځو کی هم د سپیځلی جهاد کولو نه یواځی دا چه اجازه لری بلکه ځو ځلی ډیر ثوابونه لری ،هغه مجاهدین هم کورنی او کوچنیان، خپلوان او دوستان لری هغوی هم خوشاله زوند لرلو ته اړه لری لږ تر لږه د خپلو ماشومانو سره وخت تیرولو ته اړه لری د ماشومانو کور کالی ډوډی تیارولو مسولیت هم په غاړه لری ، دا ټول یی هیر کړی او برخلاف به خپلو وینو او مالونو د… نور لوستل »

طوطی

ته مه راځه زه به هم نه درځم خو اوربند به کوو. دا پدی خاطر چی کرونا اوبا خپره نشی کنه نو رفت او آمد به مو هم کولو. کور آباد ځوی لوی. الله دا اوربند په دایمی سوله تبدیل کړی او هغه کسان چی د جنګ طرفداره دی هغوی دی الله په خپل غضب ګرفتاره کړی. آمین

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x