
له بېلابېلو لارو اختر مبارکي او بېلابېل برداشتونه
احمدګل ريان
لومړی دې د دې کرښو محترمو لوستونکو ته نېکمرغه کمکی اختر بختور وي، الله تعالی دې ټول عبادتونه قبول کړي.
د نن سبانۍ انټرنيټي نړۍ ملګري او شناخته خېل د ملګرو او خپلوانو د ډېرښت له امله له بېلابېلو لارو يو بل ته اختر مبارکي ورکوي. ځينې ليکلی پيغام استوي، څوک په ښکلې خطاطۍ او ډيزاين جوړ شوی ښايسته انځور ليږي او ځينې غږيز پيغام استوي.
په دې ټولو کې چې وزن لري، د قدر وړ وي او مقابل طرف ته د مبارکۍ ورکونکي ټول احساسات او عواطف ليږدوي، هغه غږيز پيغام دی.
له ډېرو کلونو راهيسې، ما هم د ليکلي پيغام او ډيزاين شوي انځور له لارې اختر مبارکيانې لېږلې، خو تېر کال مې له يو ملګري زده کړل او غږيز پيغامونه مې واستول، مګر سږ کال مې عقيده دا ده، چې تر دې ټولو مخامخ مبارکي ډېره ګټوره او محبتونه ټينګونکې ده، البته که د مخامخ ليدو امکان وي.
ليکلي پيغام کې دا نه ښکاري چې اختر مبارکي ورکونکی يوازې ځان خلاصوي او د تقدم هڅه کوي، اختر مبارکي يې صرف د ګوتو پر سر ليکلې او له زړه يا د زړه له تل سره يې هيڅ اړيکه نشته او که رښتيا هم د زړه له تله دی، خو دا د ملګرو تر منځ د ملګرتيا تر اړيکو او په اصطلاح د ملګرتيا تر تاره پورې اړه لري، چې څومره قوي يا کمزوری دی.
انځوريزه اختر مبارکي هم دې ته ورته ده، چې مقابل جانب پرې هر شک کولی شي، هم يې د زړه له تله ګڼلی شي، هم يې يوازې د خطاطۍ او ډيزايننګ د مهارت ښکارونه بللی شي او هم يې پرې نور او نور ګمانونه راځي او دې دواړو کې اکثر ملګري له کاپي پيسټ نه هم پرېمانه کار اخلي.
غږيزه اختر مبارکي بيا تر دې دواړو (د جنوبي حوزې د اوسېدونکو پر چم) بې دی، څه نا څه د مبارکي ويونکي حالت ترې ښکاري او مقابل جانب پوهيږي، چې پيغام څومره د مينې او محبت په خوږو لړلی دی، لږ تر لږه کاپي پيسټ يې يا متحدالمال نشي بللی.
خو تر دې ټولو چې ښه او ګټوره ثابتېدای شي، هغه مخامخ مبارکي ورکول دي. په مخامخ مبارکي ورکولو کې دواړه لورې د مقابل اړخ ټول حواس او عواطف په خورا اسانۍ درک کولی شي.
ځينې خلک په مخامخ مبارکۍ کې هم يوازې د شونډو سرونه ښوروي، په ځينو شونډو مسکا خوره وي، ځينې مسکاګانې يا تبسم هم يوازې د شونډو پر سر وي، کټ مټ لکه د الوتکې عمله چې هر مسافر ته خوله چينګه کړي. دغه راز د غيږ او لاس ورکول هم ضرور په يو څه دلالت کوي، ټينګه غېږه او د لاسونو ټينګول هم خامخا يو مسکال وي، چې مقابل طرف ترې خپل برداشت لري، خو د دې برداشتونو تعلق هم د ملګرتيا تر تاره پورې دی، د ملګرتيا تار چې څومره قوي وي، د اختر هر ډول مبارکي ورسره هماغومره مثبت پيغام ليږدوي.
نو ښه دا ده، چې د امکان تر حده له ملګرو سره بالمشاهده مبارکي وکړو او که مخامخ ورسره نشو ليدای، د ويډيويي رابطې او اختر مبارکي ورکولو کوښښ خو بايد وکړو، ګنې اختر مبارکي به مو لکه د کچر پسخورده مشکوکه وي.
په مخامخ مبارکۍ کې له نورو ټولو حرکاتو او سکناتو علاوه، يوازې مخ ته کتل مو هم پر هر احساس او د مينې او محبت په درجه پوهولی شي، رحمان بابا رحمه الله څه ښه ويلي چې:
له رخساره حال د زړونو معلومېږي
له بهاره نېک او بد د کال عيان شي
يو ځل بيا مو اختر مبارک او نېکمرغه شه.
ريان صاحب ستا دی هم اختر مبارک وي پر داغه حال باید شکر ووایو چی دا اسانتیا په لاس راغلی ده