افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو اوربند ته د اشرف غني او عبدالله غبرګون

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): نن د شنبې په ورځ چې د اختر د شپې سره سمون خورې، طالبانو ماخوستن ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اوربند اعلان وکړ او خپلو جنګیالیو ته یې امر وکړ چې په خپلو سیمو کې دفاعي حالت اختیار کړي او د تعرضي بریدونو څخه ډډه وکړي.

د اوربند په اړه د طالبانو وروستی اعلامیې په افغانستان کې او په ټولنیزو پاڼو کې په ولسي کچه د خوښيو ډک غبرګونونه را پارولې دي او یو ځل بیا د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې او جوړجاړۍ امیدونه زیات شوي دي.

د افغانستان د اوسني حکومت ولسمشر اشرف غني پر خپل ټویټر پاڼه د طالبانو له لوري د اوربند هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې دی هم په خپل وار دولتي ځواکونو ته امر کوي چې د تعرضي بریدونو څخه دي ډډه وکړي.

نوموړي ویلي چې نور جزئیات به په خپله اختریزه وینا کې بیان کړي.

باید وویل شي چې د امریکا سره د طالبانو تر تړون امضا کېدو وروسته د بین الافغاني مذاکراتو او جوړجاړي پر وړاندي تر ټولو لوی خنډ په کابل کې د حکومت پر سر جنجال او اشرف غني له لوري د بندیانو نه خوشي کول وو چې تر اوسه ادامه لري، تمه کیږي چې اشرف غني به سبا په خپله اختریزه وینا کې په دې اړه څه ووايي.

بلخوا د حکومت نیم په نیمه شریکوال او د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله هم د طالبانو د درې ورځني اوربند اعلان ته هرکلی ویلی دی او دا یې د سولې پر لور مثبت قدم بللی دی.
نوموړي پر اشرف غني غږ کړی چې د طالبانو اعلان ته مثبت غبرګون ووایی او دی هم اوربند اعلان کړي.

ډاکټر عبدالله زیاته کړې چې امید لري د طالبانو له لوري د اوربند اعلان به د بندیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه کړي او بین الافغاني مذاکراتو ته به لاره هواره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

لوی څښتن دي اشرف غني ته هدايت وکړي چي هر څه ژر د طالبانو په نامه د مظلومو بنديانو د خوشي کېدو په تکل کي سي او دا ټول ډول ډول خنډونه چي يې د سولي په لار کي ايجاد کړي دي ايسته کړي که دی دا کار وکړي هم به د ده په خير وي او هم به د ولس په خير وي. او د پردو د ډول ډول مداخلو مخه به ډب سوې وي. الهي ته د دغه سړي تر سترګو ښه بد او بد ښه مه ايسوه! وايي : «د يوې ورځي حاکم د سلو کالو کور… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx