افغانستانسولې اړوند خبرونه

د طالبانو اوربند د سیاسیونو او مختلفو جهتونو له تاوده هرکلي سره مخ شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴غبرګولى، ۱۳۹۹ل):  د طالبانو له لوري د اختر د خوښیو په مناسبت درې ورځنی اوربند د ګڼ شمېر سیاسي جهتونو او مختلفو سیاسیونو له لوري له تاوده هرکلي سره مخ شوی.
1
ستاسو څه نظر دی؟ x

د طالبانو له لوري اوربند داسې مهال وشو، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د هغوی په وړاندې د تعرضي بریدونو امر ورکړی و، او د طالب زندانیانو د خلاصون بهیر يې درولی و، چې ورسره جوخت د هیواد په ځینو سیمو کې د جګړې کچه هم لوړه شوې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «يوناما» د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د اوربند له پرېکړې هرکلی کړی، د اوربند د غځېدو غوښتنه یې کړې، او ټينګار یې کړی، چې بین الافغاني مذاکرات باید ژر تر ژره پیل شي.

بل لور ته د ناټو سازمان سرمنشي «ینس سټولټنبنرګ» هم د طالبانو د اوربند په پرېکړه خوښي ښودلې، د افغانستان امنیت ته یې خپله ژمنتیا یاده کړې او تر څنګ یې له ټولو ګوندونو غوښتي، څو د لاسته راغلي فرصت قدردانی وکړي.

د کابل حکومت پخوانی مشر «حامد کرزی» هم  د «د طالبانو د اسلامي تحریک» له لوري د اوربند هرکلی کوي او زیاتوي «هیله مند یم چي دا نیک اقدام په هېواد کي د سراسری او تلپاتی سولي سبب شې.»

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند «سني لیګت» له اوربند د هرکلي په مهال پر ټولو لورو غږ کړی، چې د جګړې شدت کم کړي تر څو دده په خبره د سولې پروسه وړاندې ولاړه شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترين

دغسى طالبانو شاباس دغسى د ## کارونه کوى، افرين

طوطی

د ټولو دنیاوالو لخوا د اوربند څخه هرکلس شوی او کیږی مګر هغه خلک چی خپل معشیت او ژوند د جنګ له لاری مهیا کوی هغوی هیڅکله سوله نغواړی او بیابه د جنګ میدان ګرم وساتی.

30582128_349745512181788_9063686389740077056_n.jpg
عبدالرحمن
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴غبرګولى، ۱۳۹۹ل):  د طالبانو له لوري د اختر د خوښیو په مناسبت درې ورځنی اوربند د…" نور لوستل »

ښه خبره ده بايد هر څوک يې هرکلی وکړي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close