هندوستان: دممبي ښاریوپه بل پسي درو چاودنو ولړزاوه

mombai_city( نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۳) ممبي: څوشیبي مخکي دهندوستان ډیرستراومهم اقتصادي ښار ممبي یو په بل پسي  درو چاودنو وښوراوه، له سیمي څخه خبروروکول شوی دي چي چاودني دممبي ښارپه زویري بازارکي چي یوه ډيره له ګڼي ګوڼي څخه ډکه سیمه ده ترسره شوی دي.

تراوسه پوري په چاودنو کي دلسو کسانو دوژل کیدو اوپه سلګونو نورو دژوبل کیدو خبرورکول شوی دي.

هندوستاني پولیسو دهیواد په نورو ښارونوکي بیړني حالات اعلان کړي دي، اوددارنګه نورو بریدونو ویره یی ښودلي ده

دچاودنو پړه تراوسه پوري کومي ډلی په غاړه نده اخیستي.

نن ټکي اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د