نړۍ

سراج الحق: افغانستان ته تللي مهاجرین دې بېرته ستانه شي

نن ټکی آسیا: د جماعت اسلامي پاکستان امیر سراج الحق ویلي چې د شمالي وزیرستان هغه کډوال چې افغانستان ته یې هجرت کړی، خپل هېواد ته دې راستانه شي.

د سراج الحق په وینا پاکستاني حکومت او ملت د دوی هر ډول خدمت لپاره چمتو دي.

سراج الحق زیاته کړې چې له روانو کړکېچنو حالاتو څخه د وتلو لپاره دې سیاسي اختلافات یوې خوا ته کړل شي او ټول سیاستوال دې په یوې ایجنډا اتفاق وکړي.

سراج الحق دا خبرې په بر دیر کې د خپل ګوند غړو ته په وینا کې کړي. ده له مرکزي حکومته غوښتي چې د وزیرستان مهاجرینو سره دې ۱۰۰ میلیارده روپۍ مرسته اعلان کړي.

دا مهال په خوست کې په لسګونو زره وزیرستاني مهاجرین مېشت دي. دوی ته په خوست کې کمپونه جوړ شوي او د وزیرستاني مهاجرینو له قوله ځایي خلک ورسره ډير ښه سلوک کوي.

د شنونکو له نظره شاید پاکستان په ویره کې وي چې وزیرستانيان په خوست کې همېشه مېشت شي او له دغه ځایه د پاکستان لپاره ګواښ جوړ کړي.

تر دې مهاله شاوخوا نیم میلیون مهاجرین د بنو او پېښور پر لور تللي دي. وزیرستاني کډوال پنجاب او سند ایالتونو ته له ننوتلو څخه منع شوي او په خیبرپښتونخوا کې ورسره ښه چلند نه کیږي. زیات شمېر وزیرستانيان د حکومت او ځايي خلکو د بدې رویې له امله افغانستان ته په هجرت مجبوره شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x