افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپیو: اوربند ښه فرصت دی، بین الافغاني مذاکرات باید ژر تر ژره پیل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د طالبانو او حکومت له لوري د اوربند له اعلانونو هرکلی کړی او د سولې په برخه کې یې یو ستر فرصت یاد کړی.

پمپیو په همدې اړه پر خپل ټویټر لیکلي «زه د طالبانو او حکومت له لوري د دري ورځني اوربند له اعلان هرکلی کوم، دا د افغانستان لپاره یو غوره فرصت دی، چې له سترو چلنجونو راووزي، او ژر تر ژره بین الافغاني مذاکراتو ته داخل شي.»

تېره ورځ د طالبانو مشرتابه د اختر په لومړنیو دریو ورځو کې اوربند اعلان کړ او له خپلو جنګیالیو یې وغوښتل، چې له تعرضي بریدونو لاس واخلي او دفاعي حالت غوره کړي.

د طالبانو له لوري اوربند داسې مهال اعلان شو، چې حکومت تر دې وړاندې د هغوی په وړاندې تعرضي عملیات اعلان کړي و، او د بندیانو د تبادلې پروسه یې درولې وه.

د طالبانو له لوري د اوربند په غبرګون کې حکومت مشر «اشرف غني» هم خپلو ځواکونو ته د اوربند د مراعات کولو امر وکړ او د یوه فرمان له لارې یې د دوه زره طالب زندانیانو د خلاصېدو امر هم ورکړ.

د طالبانو له لوري د اوربند اعلان په افغانستان دننه او د باندې له تاوده هرکلي سره مخ شوی او له امله یې طالبان ستایل شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close