افغانستان

طالبانو د دوه زره بندیانو د خلاصون له اعلان هرکلی کړی او  د پروسې تکمیل غوښتنه یې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د دوه زره طالب زندانیانو د خلاصون امر ورکړ، طالبانو له دې پرېکړې هرکلی کړی او د بندیانو د تبادلې د پروسې د بشپړېدو غوښتنه یې کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې اړه پر ټویټر لیکلي «له مقابل جهت څخه د ۲۰۰۰ بندیانو د خلاصون اعلان یو ښه ګام دی. د دوحې په توافقنامه کې د ۵ زرو بندیانو د خلاصون غوښتنه د دې لپاره وه چې د اعتماد مناسبه فضا رامنځته شي.»

شاهین زیاتوي « باید دغه پروسه تکمیل شی ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې خنډونه لیري او ورپسې پرمختګونو ته زمینه مساعده شي.»

د نوموړي په خبره، «اسلامي امارت» د بندیانو خلاصون ته ژمن دی.

د دوه زره طالب زندانیانو د خلاصون امر نن «اشرف غني» وروسته له هغه وکړ، چې طالبانو تېره ورځ د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان وکړ او خپلو جنګیالیو ته یې د تعرضي بریدونو د درولو امر وکړ.

د طالبانو له لوري اوربند د بیلابیلو جهتونو له تاوده هرکلي سره مخ شو او پر حکومت غږ وشو، چې د زندانیانو د خلاصون پروسه باید پیل شي.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ، باید د توافق له لاسلیک وروسته د لسو ورځو دننه پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي زندانیان خلاص شوي وای، خو د حکومت له لوري په دې برخه کې د یو شمېر محدودیتونو د رامنځته کېدو له امله یاده پروسه په اصلي شکل پیل نشوه او د زر تنه طالب بندیانو له خلاصون وروسته پروسه ودرېده.

حکومت ادعا درلوده، چې طالبان یې د زر تنو زندانیانو په اړه مالومات نلري، خو طالبان وایي، حکومت له داعش سره په جګړه کې د وژل شویو او مفقود الاسر عسکرو لست ورسپارلی او اوس یې له دوی څخه د بندیانو په لست کې غواړي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ستاسو درې ورځني اوربند سبب د خلاصون د ۲۰۰۰ بندیانو شو کچیری اوربند اوږد کړی بیابه ټول بندیان خلاص شی داسی خو نشی کیدای چی هم جنګ کوی و هم د بندیانو خلاصون غواړی. په دریو ورځو اوربند کی مو نژدې ده چی خپل ټول حیثیت بیرته لاست راوړی او خلک تاسو نه خوشحاله شی. له خلکو بښنه وغواړی او دایمی اوربند وکړی د خبرو لاره خپله کړی. حکومت دی هم باید له حماقت څخه لاس واخلی او درسته انسانی لار دی غوره کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close