افغانستان

لغمان کې د ملکي وګړو پر کورونو د عسکرو برید پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې/ويډيو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو له لوري د ملکي وګړو پر کورونو د «ډیسي توپونو» په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ کورونه تخریب شوي.

دغه برید داسې مهال کېږي، چې طالبانو د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی او د کابل حکومت مشر «اشرف غني» هم ژمنه کړې، چې ځواکونه به یې دفاعي حالت غوره کوي او له تعرضي بریدونو به لاس اخلي.

له سیمې څخه په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې برید تېره شپه د علیشنګ ولسوالۍ اړوند «سالاب» سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو  شوی، چې له امله یې څلور ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون دیارلس نور ټپیان دي.

د سیمې خلګو د اختر پر لومړۍ ورځ ددې پېښې په غبرګون کې لاریون کړی او په برید کې د ښکېلو کسانو د محاکمې غوښتنه یې کړې.

بل لور ته یو شمېر خبري سرچینې د لغمان د والي د ویاند «اسدالله دولتزي» له قوله لیکي، چې په برید کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

دولتزی که څه هم نه وایي، چې برید چا کړی، خو ژمنه کوي، چې امنیتي ارګانونه به پېښه وڅېړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x