افغانستانروغتیا

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په کرونا اخته شوی

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د ختيځ ولايت ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په کرونا ويروس اخته شوی دی.

مياخيل پر خپله ټويټر پاڼه ليکي، «له تېرو څو ورځو ناروغۍ وروسته يې د کرونا پايله مثبته ختلې، خو اوس يې روغتيايي وضعيت د پام وړ دی».

هغه له خلکو غوښتي تر څو په کوچني اختر کې ګرځبنديز عملي او د خلکو ترمنځ ټاکلی واټن په پام کې ونيسي.

ښاغلی مياخيل يو له هغو واليانو څخه دی چې د کرونا مخنيوي په پار يې په ننګرهار ولايت کې جدي او بېلا بېلې ستونزمنې پريکړې وکړې.

د تازه شمېرو له مخې اوسمهال په ننګرهار کې د کرونا مثبتې پېښې ۵۴۵ ته رسېدلي چې له کبله يې ۲۶ کسان مړه شوي او ۲۰ بېرته روغ شوي دي.

بايد وويل شي چې له دې وړاندې د قندهار والي حيات الله حيات هم په کرونا اخته شوی و چې اوس يې وضعيت ښه شوی دی.

ددې سربېره د عامې روغتيا وزير فيروز الدين فيروز هم څو اونۍ وړاندې په کرونا اخته شوی و خو اوس يې دغې ناروغۍ ته ماتې ورکړې ده.

اوسمهال افغانستان کې د کرونا تر ټولو زياتې پېښې په کابل کې ښودل کيږي چې شمېر يې ۳۴۶۰ ته رسيږي. په ټول افغانستان کې ۱۰۵۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۲۱۶ مړه شوي او ۱۰۷۵ بېرته روغ شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه په سترګو وینو چی یو پر بل پسی روان یو یا د کرونا له وجی یا د جنګ او یا د …. ولی دا دوه ورځی ژوند په خوښی له خپلی کورنی او دوستانو سره نه تیروی، لږ ګذشت وکړی او جنګونه بس کړی. دا درې ورځنی اوربند په دایمی اوربند تبدیله کړی تر څو خپل وطن ته بیرته ولاړ شو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close