افغانستان

په ټول هېواد کې د کوچني اختر لمونځ وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): نن د یکشنبې په ورځ د پلازمینې کابل په ګډون د ټول هېواد په ولایاتو، ولسوالیو، علاقه داریو او کلیو کې د نیکمرغه کوچني اختر لمونځ په خیر او خیریت سره اداء شو.

د کابل ښار په وزیر اکبرخان جامع جومات او د ارګ په جومات کې د ډاکټر غني، ډاکټر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب وحدت ګون مشر حاجي محمد محقق، پخواني طالب چارواکي آغاجان معتصم، د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال، جمعه خان همدرد، د حج او اوقافو وزیر عبدالحکیم منیب، د ملي امنیت شورا مشر ډاکټر حمدالله محب، د ملي امنیت پخواني رئیس معصوم ستانکزي په ګډون ګڼو پخوانیو او اوسنیو دولتي چارواکو او سیاسي مشرانو د کوچني اختر لمونځ اداء کړ.

د ارګ په جومات کې د لمانځه پرمهال یوه خبره چې د خلکو توجه یې ځانته اړولې وه، هغه د ډاکټر غني د مرستیالانو امر الله صالح او سرور دانش نه شتون وو، چې ویل کیږي چې د ځینو اختلافاتو له امله یې ډاکټر غني سره په یوځای لمونځ کولو نه ډډه کړې وه.

له کابل نه لرې د هېواد په سویل کې د کندهار ولایت په عیدګاه، عینو مینې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم جامع جومات په ګډون ددې ولایت په ولسوالیو او ټولې سویلې حوزې کې هم د کوچني اختر لمانځه مراسم اداء شول.

همدغه راز د هېواد په لویدیځ ولایت د هرات په سترې عیدګاه کې د مولوي مجیب الرحمن انصاري په امامت او د هېواد په شمال زون، ختیځ او شمال ختیځو ولایاتو کې هم د کوچني اختر لمنځونه د آرامۍ په فضاء کې ترسره شول.

د ولایاتو ترڅنګ د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د طالبانو تر واک لاندې ساحو کې هم خلکو په د امن  او ډاډ په فضاء کې د نیکمرغه کوچني اختر لمنځونه او مراسم اداء کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د کوچني اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړ، ترڅو خلک په ډاډه توګه اختریزې خوښۍ ولمانځي، د طالبانو په تعقیب افغان دولت هم درې ورځنی اوربند اعلان کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

چی پوهیږی چی خلک مسلمانان دی هلته جماتونه دی بیانو ولی جنګ ته لیواله یاستی ولی دایمی سوله او اوربند نکوی ##.

طوطی

ټول هیواد کی د اختر لونځ وشو آیا د ریښتیا ده؟ که ریښتیا مو لیکلی وی بیانو په یوه اسلامی هیواد له مسلمانانو سره دا څوک دی چی د جهاد په نوم وژنه کوی؟ اصلا بیانو جهاد پر هغو روا دی چی دلته راځی او ورانی کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close