افغانستان

ملي امنيت: د ټاکنو په اړه مو هيڅ سند نه دی خپور کړی

نن ټکی اسيا: د افغانستان ملي امنيت ریاست د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې خپل بې پرې توب اعلان کړ.

وړمه ورځ د ډاکتر عبدالله عبدالله ټاکنيز تيم يو صوتي کليپ خپور کړ، چې پکې ويل شوي وو، چې د ټاکنو د خپلواک کميسون د دارلانشاء رئیس ضياالحق امرخېل د ډاکټر اشرف غني احمدزي په پلوۍ يو بل تن سره د درغلۍ په اړه خبرې اترې کوي.

ځينو کړيو ويل، چې د ډاکتر عبدالله ټيم دا غږيز کلپ د ملي امنيت په مرسته خپور کړی دی.

د ملي امنيت عمومي رياست څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دوی دا تورونه په کلکه ردوي.

اعلاميه زياتوي، چې ملي امنيت د ټاکنو په دواړو پړاوونو کې بې پرې پاتې شوی او د هيڅ نوماند په ملاتړ يې کار نه دی کړی، بلکې د ملي امنيت کارګرانو يوازې د وسله والو بريدګرو او چاودنو په مخنيوي کې خپلې هڅې کړي دي.

د ياد صوتي کلپ له خپريدو وروسته د ډاکتر عبدالله د ټيم لخوا داسې اوازې خپرې شوې، چې ګواکې د ټاکنو د دارالانشا رئيس ضياالحق امرخېل د ډاکتر اشرف غني احمدزي په پلوۍ درغلي کړې ده.

د یاد کلپ له خپرېدو وروسته د ډاکتر اشرف غني احمدزي ټاکنيز ټيم د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې اعلان وکړ، چې بايد د ياد غږيز کليپ د خپرېدو مرجع معلومه شي.

يو شمېر کسانو فکر کاوه، چې نوموړی صوتي سند د ملي امنيت له لوري په پټه خپور شوی، مګر ملي امنيت په خپله اداره لګېدلي تورونه په کلکه رد کړل او دا کار يې ملي خيانت وباله.

په اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان د قومونو تر منځ تاوتريخوالي ته لمن وهل ملي خيانت او هېواد د ښمنانو کار دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x