افغانستان

د حکومت د اوربند ژمنه؛ ننګرهار کې عسکرو د ملکي وګړو کورونه په توپونو ویشتلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالبانو مشرتابه د اختر په مناسبت اوربند وکړ او  په غبرګون کې یې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» هم ژمنه وکړه، چې ځواکونه به یې تعرضي بریدونه نه کوي؛ دولتي عسکرو ننګرهار کې د ملکي وګړو پر کورونو توپچي برید کړی.

د سیمه ییزو سرچینو له قوله، دولتي عسکرو تېر ماځیګر د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په «مېلو» سیمه کې د ملکي وګړو پر کورونو د دیسي توپونو مرمۍ ویشتلې، د «یار» په نوم یو کس یې وژلی او د نوموړي لمسۍ یې سخته ټپي کړې.

وړمه ورځ هم حکومتي ځواکونو د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ولس پر کورونو توپچي برید کړی و او له امله یې د څلورو ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي وو او دیارلس نور ټپيان وو.

په داسې حال کې چې بېلابېل لوري اوربند سولې ته د رسېدو په برخه کې یو غوره فرصت بولي، شنونکي پر ملکي وګړو برید د سولې هڅو د سبوتاژ کولو نښه بولي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

باید څیړنه یی وشی طالبانو د اوربند اعلان وکړ کابل حکومت د بد وکړی چی بیا جنګ کوی. د تبصرو فارمټ پاڼه خو ډیره ښه شوې اوس کولای شو چی مستند عکسونه هم پکی ضمیمه کړو. دا خو به بیا طالبانو ته نقص کوی چی د هغوی د ظلم او وژنی عسکونه او ویډیو ګانی نشر شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close