افغانستان

د میوند قول اردو د دریمې لوا قوماندان کرونا وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت امنیتي مسئولین وایي، د ۲۱۵ میوند قول اردو د دریمې لوا قوماندان «داود ناصري» د کرونا له امله مړ شوی.

په راپورونو کې د هلمند ولایت د امنیتي مسئولینو له قوله ویل شوي، چې داود ناصري څو ورځې وړاندې په کرونا اخته شوی و او په روغتون کې بستر و، چې نن سهار یې ساه ورکړه.

که څه هم د دفاع او روغتیا وزارتونه په دې اړه څه نه وایي، خو یو شمېر امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د میوند قول اردو په زیاتره عسکرو کې د کرونا ناروغي نښې نښانې لیدل کېږي.

دوې ورځې وړاندې د بلخ ولایت اړوند د بلخ ولسوالۍ امنیه قوماندان «عبدالودود مجاهد» هم د کرونا له امله ژوند له لاسه ورکړی و.

دا په داسې حال کې چې د افغانستان دننه کرونا ناروغي ورځ تر بلې زیاتېږي، او مثبتې پېښې يې له لس زرو اوښتي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close