
کرزی: د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به د زمري پر ۱۱مه ترسره شي
ولسمشر حامد کرزي د دې ډاډ څرګند کړی چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم به د زمري پر یوولسمه ترسره شي.
ولسمشر کرزي نن پنجشنبه د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي، جیمز دوبینز سره په کابل کې وکتل.
په دغه کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د جمهوري ریاست د دوهم پړاو د انتخاباتو، د سولې د بهیر او د افغانستان او د سیمې د روانو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
کرزي زیاته کړې چې په ټاکنو کې افغانانو پراخ ګډون سره خپله ملي دنده ترسره کړه.