افغانستان

د پرون په تعقیب به سلګونه نور طالب بندیان نن آزاد شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶ غبرګولى، ۱۳۹۹ل): د کابل ادارې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، حکومت به نن د سولې هڅو او بین الافغاني خبرو د چټک پیل لپاره نن ۹۰۰ طالب بندیان آزاد کړي.

تردې وړاندې د کابل ادارې د ملي امنیت شورا د ملکي تلفاتو د مخنیوي رئیس انتظار خادم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «نن ممکن د سولې او طالب بندیانو اړوند ډیره ښکلې او خوندوره ورځ وي.»

دا په داسې حال کې چې پرون د دوشنبې په ورځ د کابل حکومت د بګرام له زندان څخه ۱۰۰ تنه بندیان آزاد کړل او ټاکل شوې چې راتلونکو ورځو کې سلګونه نور طالب بندیان هم آزاد شي.

وړمه ورځ د طالبانو له لوري د اختر په مناسبت د دري ورځني اوربند په غبرګون کې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» هم خپلو ځواکونو ته د دفاعي حالت غوره کولو امر  وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ به چټکوي.

د طالبانو سیاسي دفتر د حکومت له دې ګام څخه هرکلی وکړ او د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د آزادولو د پروسې د بشپړېدو غوښتنه یې وکړه.

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ، باید د توافق له لاسلیک وروسته د لسو ورځو دننه پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي زندانیان خلاص شوي وای؛ خو د حکومت له لوري په دې برخه کې د یو شمېر ستونزو ایجادولو له امله یاده پروسه نه خو په اصلي بڼه پیل شوه او نه هم تکمیل شوه، چې له امله یې بین الافغاني مذاکرات او د سولې پروسه هم له جدي ننګونو سره مخ شوه.

حکومت ادعا درلوده، چې طالبان یې د زر تنو زندانیانو په اړه مالومات نلري، خو طالبانو ویل، حکومت له داعش سره په جګړه کې د وژل شویو او مفقود الاسر عسکرو لست ورسپارلی او اوس یې له دوی څخه د بندیانو په لست کې غواړي.

یاده دې وي، چې د طالبانو له لوري د ااختریز درې ورځني اوربند اعلان د بیلابیلو سیاسي جهتونو له تاوده هرکلي سره مخ شو او هیله وښودل شوه، چې حکومت به ددې ګام په غبرګون کې د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ بیا ځلې پيل او چټکه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دری ورځی اوربند سل طالب آزاد کړل د یوې هفتی اوربند به تر زرو پوری نور طالبان آزاد کړی. لږ ګذشت د طالبان وکړی او ډیر ګذشت د حکومت وکړی. انشاالله هر څه به ښه شی. خو د افسوس ځای دا دی چی دواړه فریقه د استقلالیت صلاحیت نلری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close